شاته

د امریکا د استخباراتو د مشرانو ترمنځ جنجال او د ټرمپ دریځ

د امریکا مطبوعاتو پرون د شنبې په ورځ ریپوټ ورکړ چې ددغه هیواد د استخباراتو او پوځ لوړ پوړي مشران غواړي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددغه هیواد د ملي امنیت د ادارې یا ان اس اې مشر د کار څخه ګوښه کړي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د لومړي ځل دپاره ریپوټ ورکړ چې د امریکا د دفاع وزیر اش کارټړ اود ملي استخباراتو ریْس جیمس کلپر تیره میاشت ولسمشر اوباما ته پیشهاد وکړ چې د سمندري ځواکونو ستر جنرال، مایکل راجرس دي چې اوس د ملي امنیت د ادارې مشر دی د خپلې وظیفې څخه برطرفه کړي.

جنرال راجرس په عین وخت کې د امریکا د انټرنیټي جګړو د قوماندانۍ یا (سایبر کومنډ) مشر هم دی.

تراوسه پوري دا واضیح نه ده چې د دفاع وزیر کارټر او د ملي استخباراتو د ادارې ریْس جیمز کلپر ولي غواړي چې جنرال راجرس د وظیفې څخه برطرفه سي.

په عین حال کې د امریکا د استاځو د مجلس د استخباراتو د کمیټې ریْس ډیوین نونیس د دواړو مشرانو څخه غوښتي دي چې د امریکا کانګرس ته دي د یوې استماعیه غونډې دپاره د کال تر پایه پوري ورسي او د جنرال راجرس د برطرفۍ دلایل دي وړاندي کړي.

په عین حال کې ریپوټونه راغلي چې منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ په نظر کي لري چې جنرال راجرس ته په خپل حکومت کې د استخباراتو په برخه کې وظیفه ورکړي. هغه د پنجشنبې په ورځ د جنرال راجرس سره مخامخ خبرې او مصاحبه کړې ده.

ویل کېږي چې د حکومت اوسني چارواکي ددې مسلې څخه بې خبره وو په داسې حال کې چې د سپینې مانۍ چارواکو په نظر کې درلوده چې جنرال راجرس د خپلې وظیفې څخه برطرفه کړي.

ولسمشر اوباما په ۲۰۱۴ کال کې جنرال راجرس د ان اسې اې یا د ملی امنیت د ادارې د مشر په صفت وروسته له هغه څخه چې اډوارد سنوډن ددې ادارې سري معلومات افشا کړل، وګماره.

د هغه د ګمارل کیدو وروسته هم د دې ادارې زیاته اندازه سري معلومات افشا سول. د امریکا د فیډرالي تحقیقاتو ادارې یا اف بي آي د روان کال د اګست په میاشت کې هارولد مارتین ونیوی. هغه دومره سري معلومات پټ کړي وو چې په ۲۰۰ لپ ټاپ کمپیوټرونو کې ځایدل.