د عکسونو البوم: د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې بريد
-
AFP
بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې چارواکي وايي په دغه پېښه کې ډېری وژل شوي کسان بهرنيان دي.
-
AFP
د امنيتي ځواکونو يو وياند وايي د بريدګرو او پوليسو تر منځ نښته کې دوه پوليس وژل شوي او شاوخوا ۳۰ تنه نور ټپيان دي.
-
AFP
"اسلامي دولت" نومې ډلې د دغه بريد پړه منلې، له دغې ډلې سره تړلې يوې خبري رسنۍ عماق په وينا، وسله والو پر هغه رستورانټ بريد کړی، چې ډېری وخت بهرنيان په کې مېشت وي.
-
AFP
د چارواکو په وينا له اتو تر ۹ بريدګرو، ګڼ شمېر کسان يرغمل کړي وو، چې په هغو کې ډېری يې بهرنيان وو.
-
AFP
د راپورونو له مخې په دغه بريد کې ۹ تنه وژل شوي د ايټاليا اوسېدونکي، ۷ تنه د جاپان او ۱ هندی دی.
-
AFP
بنګله دېش کې د بي بي سی خبریال، چې د پېښې سیمې ته نژدې ورغلی وايي، د پولیسو د برید مشري د بنګله دېش د سمندري او ځمکنیو ځواکونو قومندانانو کوله.
-
AFP
دغه کېفې په هغه سیمه کې ده، چې شاوخوا کې یې یو شمېر سفارتونه موقعیت لري. رپوټونه وايي دغه کیفې ته معمولاً د متوسط عاید لرونکي ځايي اوسېدونکي، دیپلوماتان او بهرنیان ورځي.