BBC
 شاته

خليلزاد: "پاکستان د افغانستان د امنيتي ستونزو مور ده"

د افغانستان، عراق او ملگرو ملتونو لپاره د امريکا پخوانی سفير، زلمی خليلزاد، وايي پر پاکستان بايد اقتصادي او پوځي بنديزونه ولگول شي او د شمالي کوريا غوندي پر نړيواله کچه گوښه کړل شي.

نوموړی وايي چي "پاکستان، د افغانستان د امنيتي ستونزو مور" ده.

ښاغلي خليلزاد له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مرکه کې د پاکستان استخباراتي اداره، آى اېس آى، د حقاني شبکې او افغان طالبانو په ملاتړ تورنه کړه.

ښاغلی خليلزاد زياتوي چي په امريکا کي اوس دا احساس پر ډېرېدو دی چې پاکستان دوه مخې تګلاره لري.

خو پاکستان دا تورونه ردوي.

زموږ همکار، داود اعظمي، له ښاغلي خليلزاد سره د يوې ځانگړې مرکه په پېل کې وپوښتل چې له افغانستان سره د ناټو د مرستو غځېدنه، چې د نوموړي سازمان په وروستۍ مشريزه کې يې ژمنه وشوه، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره څومره مهمه ده؟