BBC
 شاته

تخار کې ځايي چارواکي وايي د طالبانو د بريد مخنيوی شوی

Image copyright f

د افغانستان په شمال ختيځ کې ځايي چارواکي وايي د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد مخنيوی يې کړی دی.

د تخار ولايت د پوليسو وياند عبدالخليل اسير بي بي سي ته ويلي، امنيتي ځواکونه د هغو سيمو د بېرته نيولو لپاره چمتوالی نيسي چې د دوی له ولکې وتلې وې.

نوموړي زياته کړه، چې د پنجشنبې (۲۱ جولای) طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ قرلق سيمه نيولې وه، پوليس د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د خواجه غار ولسوالۍ د مومن پله او ګور تپې له سيمو په شا شوي وو.

د ښاغلي اسير په وينا امنيتي ځواکونو د زرد کمر تر سيمې په شاتګ کړی او د سيمې د بېرته نيولو لپاره يې چمتو دي.

وسله والو طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي د خواجه غار ۱۴ پوستې او ۱۰ کلي يې په دغه ولسوالۍ کې نيولي دي.

ښاغلی اسير وايي امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا وروستيو څو ورځو کې طالبانو په کندوز، تخار او بدخشان کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو او د ولسواليو پر مرکزونو بريدونه ډېر کړي دي.