شاته

په ۲۰۱۶ کال کې د مدیترانې په اوبو کې ۳۰۰۰ مهاجر مړه شوي

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وايي چې روان عیسوي کال شاووخوا ۳۰۰۰ مهاجر چې غوښتل یې د مدیترانیې د سمندرګي له لارې اروپا ته ځانونه ورسوي مړه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې روان عیسوي کال، چې اوس یې شپږ میاشتې او دوه ویشت ورځې تیرېږي، ۲۹۷۷ مهاجر، چې هڅه یې کوله د مدیترانیې د سمندرګي له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي، مړه شوي دي. دغه ادارې زیاته کړې ده چې د مړو دغه شمیر بې ساری دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان دا خبره هم کړې ده چې په دغه مړو کې هغه مړي نه دې شامل چې څو ورځې مخکې ایټالیا ته نږدې د مدیترانیې په سمندرګي کې ډوب شوي او اوس هم خلګ ورپسې ګرځي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ادارې ویلي دي چې پرون ۸۰۰ مهاجر ایټالیا ته رسیدلي دي چې د دغو کسانو سره د هغو مهاجرو شمیر۲۴۲۱۷۹ ته رسیږي چې په ۲۰۱۶ کال کې اروپا ته اوښتي دي.

شمیرې ښيي چې په لار کې د مهاجرو د مړینې شمیر سږکال تر نورو کلنو ډیر دی. تیرعیسوي کال د جولای تر ۲۲ نیټې پورې ۱۹۰۰ کسان مړه شوي وو.

د مهاجرت نویوال سازمان په مکرره توګه د اروپا ته د مهاجرینو د تللو د کرکیچ د شدت په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه ادارې ویلي دي چې په تیرو څلورو میاشتو کې، اروپا ته په لاره، هره ورځ ۲۰ مهاجر مړه شوي دي.

اروپا ته زیاتره د سوریې، افغانستان، نایجیریا، اریتریا، سوډان نه مهاجر ورځي. دغه کسان د جګړو او تروریزم له لاسه تښتي او د سختیو په ګاللو سره غواړي ځانونه اروپايي هیوادونه ته ورسوي.

د سوریې زیاتره مهاجر د ترکیې له لارې په وچه اروپا ته ځي. خو د افریقايي هیوادونو زیاتره مهاجرین د مدیترانیې د سمندرګي له لارې غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي.