جمهوري غوښتونکو د بایډن استیضاح کیدو په هکله د پلټنو لپاره د استماعیه غونډې نیټه وټاکله
د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي پلان لري چې راتلونکې اوونۍ د جمهور رئیس جو بایډن د استیضاح کیدو په هکله د پلټنو لپاره خپله لومړنۍ استماعیه غونډه جوړه کړي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
بایډن یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له منشور څخه د روسیې سرغړونه وغندله
د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (وږې۲۸) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې یو ځل بیا په اوکراین باندې د روسیې یرغل د ملګرو ملتونو له منشور څخه د سرغړونې په توګه وغنده.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ملګرو ملتونو ته د پخوانیو افغان پوځیانو لیک - سپینې خبرې
نن د سپینې خبرې په خپرونه کې د افغان پوځ د هغو پخوانیو منسوبینو په لیک غږیږو چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته یې لیکلی او پکې یې ویلي چې د ژوند د تیرولو او ژوندي پاتې کیدو لپاره ستونزې ګالي.
د اقلیمي بدلون پر وړاندې په کویټې کې د یو پوهنتون پروژې
د کویټې په «هنه اوړک» سیمه کې د «IDSP» په نامه یو پوهنتون له کلونو راهیسې ځایي خلکو ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په اړه زده کړې ورکوي. په یاد پوهنتون کې ځایي خلکو ته د هوا او لمر په مرسته برېښنا جوړولو او له څپیاکو څخه بایو ګاز تولیدولو ترڅنګ د کرکیلې اړوند یو شمېر زده کړې ورکول کېږي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د افغانو مېرمنو د حقونو اندېښنې - اشنا خپرونه
د امریکا غږ اشنا ټلوېزیون د سه شنبې په خپرونه کې د ښځو او نجونو په اړه د یوناما د راپور جزئیات خپروو. د امریکا او ایران ترمنځ تبادله شوي زندانیان خپلو هېوادونو ته رسېدلي او بڼوال په غزني کې د مېوو د حاصل نه خوښ دي. دا او ډېرې نورې کیسې په همدې خپرونه کې خپرېږي.
د سودان د کډوالو په کمپونو کې هره ورځ ۱۰ ماشومان مري
ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (وږې۲۸) وویل چې د روان کال د مۍ له میاشتې راهېسې هره ورځ د سودان د کډوالو په کمپونو کې ۱۰ ماشومان مړه کېږي.
ایا د هند تحصیلي سکالرشیپونه د افغانو نجونو لپاره هم دي؟ - اتصال
په دغه خپرونه کې د هندوستان د زرو سکالرشیپونو موضوغ څېړو. دغه راز، د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې د آجنډا په اړه، چې د افغانستان موضوعات څومره پکې مطرح کېږي، بحث لرو.
هند د کاناډا هغه تور رد کړ چې ګنې د یو سیک مشر په وژلو کې لاس لري
هند د کاناډا د صدر اعظم جستن تروډو هغه ادعاوې رد کړې او هغه یې «خندوونکې» وبللې، چې وايي د هند حکومت په کاناډا کې د سیکانو د یو مشر په وژلو کې لاس لري. هند د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ [وږې۲۸] له هغه وروسته دا ادعا رد کړه چې کاناډا د سیکانو د یو مشر هاردیپ سینګ نيجار له وژل کېدو وروسته یو هندی دپلومات وشړه. هاردیپ سینګ نیجار په هند کې د سیکانو لپاره د یو خپلواک هېواد د جوړولو لپاره مبارزه کوله. دی د جولای په میاشت کې د کاناډا په برېتېش کولمبیا کې د سیکانو له یو عبادتځای څخه تر وتلو وروسته په ډزو ووژل شو. د هند حکومت هغه یو «ترهګر» باله. د کاناډا صدراعظم د دوشنبې په ورځ وویل چې امنیتي ادارې یې د هند د حکومت او نیجار د وژلو ترمنځ د اړیکو په اړه باور وړ ادعاوې څېړې. هغه وویل: «د کاناډا په خاوره کې د یو کاناډايي په وژلو کې د هر بهرني هېواد ښکېلتیا د منلو نه ده او زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ده.» نوموړي وويل چې د جي-۲۰ هېوادونو د سرمشریزې په څنډې کې یې د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره هم د دا ډول پېښو او په کې د هند د حکومت د ښکېلتیا ادعاوې مطرحه کړې او له هند څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي. خو د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نریندرا مودي په هماغه وخت کې هم دا تورونه په بشپړ ډول رد کړي و. په دغې اعلامیې کې راغلي دي: «موږ یو قوي دموکراتیک سیاست یو چې د قانون حاکمیت ته کلک ژمن یو. » د هند د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز اندېښنه څرګنده کړې ده چې کاناډا سیک «افراطیانو» ته پناه ځای ورکوي. د اعلامیې په اساس: «دا بې اساسه تورونه د خالستاني ترهګرو او افراطیانو څخه، چې په کاناډا کې پناه ځای لري او د هند ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ګواښي، توجه بل لوري ته اړوي.» هند د کاناډا حکومت هڅولی دی چې په دې اړه عاجل اقدامات وکړي. د سیکانو دا ډله غواړي چې د پنجاب په ایالت کې د خالستان په نوم د سیکانو لپاره مستقل هېواد ولري. دا مهال په کاناډا کې شاوخوا ۷۷۰زره سیکان ژوند کوي. د هند حکومت تېرکال اعلان وکړ، چې د هغو معلوماتو په بدل کې به انعام ورکړي، چې د نیجار د ځای ځایکي په اړه وي. هند نیجار د یو هندو پندټ په وژلو تورن کړی و. د امریکا د ملي امنیت ویاندې ادرین واتسن د کاناډا د صدراعظم د دغو څرګندونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. هغې وويل چې له کاناډايي مقاماتو سره په تماس کې دي او دا مهمه ده چې د هغه هېواد تحقیقات بشپړ شي او عاملینو ته سزا ورکړل شي. بریتانیا او استرالیا هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.
روغتیا نړیوال سازمان: طالبانو د روغتیا ملي پالیسۍ جوړولو ته یوه کميټه ټاکلې
د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د طالبانو حکومت د روغتیا د ملي پالیسۍ د ترتیبولو لپاره ددغه سازمان او د هغو غیر حکومتي موسسو په ګډون یوه کمیټه جوړه کړې ده، چې په افغانستان کې د روغتیا په سکټور کې کار کوي.
پاکستان کې پخواني افغان پوځیان: نړیوالې ټولنې زموږ د اینده په اړه غفلت کړی
د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمیر منسوبین، چې پر دغه هیواد باندې د طالبانو د بیا واک ترلاسه کولو وروسته یې پاکستان کډه کړې پر نړیواله ټولنه باندې نیوکه کوي، چې د هغوی د برخلیک په برخه کې یې هیڅ اقدام نه دی کړی.
د نړۍ مشرانو ته د افغان نجونو لیک: افغانستان کې تیاره کلونه ختم کړئ
افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د دوییمې کلیزې د رسیدلو پر مهال د ثانوي دورې د ښوونځیو تر زرو پورې افغان نجونو په یو سرخلاصي لیک کې د نړۍ د مشرانو څخه د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې په نرمې تګلارې انتقاد کړی او ددغې تګلارې د بدلیدو غوښتنه یې کړې ده.
کاناډا کې د سیکانو یو مشر وژل کیدل ؛ کاناډا د هند یو جګپوړی دیپلومات شړلی
د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو دوشنبه سپټمبر ۱۸ (وږي۲۷) وویل د اعتبار وړ ادعاوې شته چې د هند حکومت ښایي په کاناډا کې د سیکانو یو شمیر د ترور په قضیې کې لاس ولري.