ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکا یوې ادراې فرانسې کې په ښوونځیو کې د "عبایې" په اغوستو بندیز وغانده

د متحده ایالاتو د مذهبي آزادیو کمیسیون جمعه سپټمبر ۸ (وږي۱۷) د فرانسې د حکومت هغه پریکړه وغندله چې په په ښوونځیو کې د هغو جامو په اغستو بندیز لګولی چې مسلمانې نجونې او میرمنې یې اغوندي.

09.09.2023 امریکا غږ

زیلینسکي: د غرب لخوا د وسلو په ورکړې کې ورو والي ځوابي بریدونه د خطر سره مخ کړي

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي جمعه سپټمبر ۸ (وږي۱۷) خبرداری ورکړی چې د غربي هیوادونو لخوا د وسلو لیږد کې ورو والی د ځوابي برید عملیات د خطر سره مخ کړي او د روسي ځواکونو په شا تمبولو لپاره یې د نورو قوي او اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کړې.

09.09.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

09.09.2023 امریکا غږ

امریکا د هند سره د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې وروستۍ لانجه حل کړه

متحده ایالاتو جمعه سپټمبر ۸ (وږي۱۷) اعلان وکړ چې د هند سره په نړيوال سوداګریز سازمان کې د وروستۍ لانجې په هکله دواړه هیوادونه موافقې ته ورسیدل او دا یې د نوې ډهلي او واشنګټن تر منځ د همکارۍ نوی باب بللی.

09.09.2023 امریکا غږ

ستانکزی: لویدیځو هیوادونو ته 'واجب' دي افغانستان ته راشې او په بیارغونه کې پانګونه وکړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي هغه پر هیوادونو چې په افغانستان کې یې پوځي حضور درلود ''واجب او لازم'' دي چې بیرته راشي او ددې هیواد په بیارغونې کې ونډه واخلي.

08.09.2023 امریکا غږ

د پوتین او اردوغان نږدې کېدلو د ترکیې لویدیځ ملګري ناهیلي کړي دي- شنونکي

په داسې حال کې چې پر روسیې بندیزونه زیاتېږي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړي کولو ژمنه کړې ده.

08.09.2023 امریکا غږ

افغانستان کې د ترافیکي پېښو لاملونه څه دي؟ - ستاسې غږ

د ستاسو غږ په دې خپرونه کې په افغانستان کې د ترافیکي پیښو د عمده لاملونو او د مخنیوي د لارو چارو په اړه عامو افغانانو نظرونه څرګند کړي دي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.09.2023 امریکا غږ

په تورخم او چترال کې د امنیتي وضعیت ترینګیدلي کېدل - نن او وضعیت خپرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په کرښه د چهارشنبې د ورځې د لنډې نښتې وروسته، نن جمعه د درییمې ورځې لپاره هم د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده, په دې اړه د "نن او وضعیت" په خپرونه کې بحث شوی. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.09.2023 امریکا غږ

طالبان له بندیزونو سره سره د افغانستان معادن پلوري - سپینې خبرې

طالبانو چې له نړیوالو بندیزونو او بد اقتصادي‌ وضعیت سره مخامخ دي، د افغانستان د طبیعي زیرمو د استخراج هلې ځلې زیاتې کړې دي. د سپینو خبرو په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کوو.

08.09.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.09.2023 امریکا غږ

بایډن د جي-۲۰ په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ورسید

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ سپټمبر اتمه (وږي ۱۷) د جی شل په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د هند پلازمینې نوي ډهلی ته ورسید او د هند صدراعظم نریندرا مودي ورته تود هرکلی ووایه.

08.09.2023 امریکا غږ

د طالبانو لخوا د کانونو د وروستیو تړونونو، ارزونه – حایل خپرونه

په دغه خپرونه کې، د اوسنیو او پخوانیو اړوندو چارواکو سره د طالبانو او یو شمېر شرکتونو ترمنځ د شپږ نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت د کانونو د استخراج د تړونونو او د هغو د پلي کېدلو څرنګوالی څېړل شوی دی. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

08.09.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

08.09.2023 امریکا غږ

په چترال او تورخم کې نښتو ته غبرګونونه - ۳۰ دقیقې خپرونه

په دغه خپرونه کې په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په شخړه او په چترال کې د پاکستاني طالبانو پر بریدونو بحث شوی. دغه راز، د طالبانو د واکمن کېدو وروسته کابل ته د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې د پلاوي لومړنی سفر څېړل شوی دی.

08.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more