نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د بشري مرستو لومړۍ جوپه غزې ته ورسیده
په بشري مرستو بار د مصر د سرې میاشتې د ۲۰ لاریو یو کاروان، د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې ۲۹مه) د رفح له لارې چې د مصر تر کنټرول لاندې ده، د غزې محاصره شوې تړانګې ته داخلې شوې.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
غزې ته د مرستو د رسولو لاره خلاصه شوه- اشنا خپرونه
د امریکا غږ اشنا ټلوېزیون د شنبې په خپرونه کې غزې ته مرستو د رسېدو، د هرات د زلزلو د زیانونو او په کابل کې د ښځینه جامو دډیزاینرانو د شکایتونو په اړه مهم راپورونه خپروو.
د حماس او اسرائیل جګړه - یوه موضوع څو زاویې
د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې دوام، د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن اړ کړ چې اسرائیلو ته لاړ شي. بلخوا، د جګړې د پراخېدو له وېرې، د بیت المقدس زوړ ښار د سیلانیانو او زیارت کوونکو څخه تش شوی دی. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړې ته کتنه شوې ده.
هرات کې د زلزله خپلیو رواني وضعیت ته اندیښنې- بوعلي سینا خپرونه
د بوعلي سینا ددې اونۍ په خپرونه کې؛ د هرات د زلزله ځپلو د رواني وضعیت ارزونه، ددغه مرګونې زلزلې د ټپیانو درملنه، پر غاښونو او اوریو د تنباکو او نشه یي توکو ناوړه اغیزې او پر تنفسي سیستم د هوا د ککړتیا د اغیزې په ګډون د روغتیا نړۍ پر یو شمېر موضوعاتو باندې بحث کیږي.
د اسرائیل په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۴۳۸۵ کسان وژل شوي دي- د غزې چارواکي
د غزې روغتیايي چارواکو د سې شنبې په ورځ، اکتوبر۲۱ (تلې۲۹مه) وویل، چې د غزې پر تړانګې د اسرائیل د هوايي بریدونو له پیل راهیسې د ۱۷۵۶ ماشومانو په ګډون ۴۳۸۵ کسان وژل شوي دي.
ډبلیو ایف پي:اروپايي ټولنې د دوو میلیونو زده کوونکو د تغذيي لپاره لس میلیونو ایرو مرسته کړې
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې اروپايي ټولنې په ښوونځیو کې د سبانهاري پر مهال نږدې دوو میلیونو نجونو او هلکانو ته د مغذي لرونکو خوړو د دبرابرولو لپاره دغه پروګرام سره د نږدې لس میلییونو ایرو مرسته کړې ده.
افغانستان کې د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل شو
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې دغه وزارت د روغتیا په سکټور کې د بوختو نړیوالو شریکانو سره د شنبې په ورځ اکتوبر۲۱( تلې ۲۹) په څلورو ختیځو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد فرعي کمپاین پیل کړی دی.
طالبانو حکومت او ترکیه د کډوالو ستونزو ارزولو لپاره یو ګډ کمیسیون جوړوي
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په ترکیه کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو په سر د ترکي چارواکو سره د خبرو لپاره ددغه وزارت یو پلاوي دغه هیواد ته سفر کړی دی.
طالبان: وروستیو زلزلو د هرات تاریخي ابداتو ته هم زیان رسولی
د هرات په ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې په وروستیو زلزلو کې خلکو ته د سر او مال د زیاتو زیانونو د رسیدلو ترڅنګ تاریخي ابداتو ته هم زیان رسیدلی دی.
امریکایي سناتوران د ایران د ۶ ملیارد ډالرو شتمنۍ په بیا کنګل کولو غور کوي
د متحده ایالاتو لخوا د ایران ۶ ملیارده ډالره شتمني چې د بندیانو تبادلې له کبله خوشې شوې وه یو ځل بیا د امریکا په کانګرس کې داسې مهال د بیرته کنګل کیدو د خطر سره مخ ده چې پر اسرائیل د حماس برید څخه وروسته د دې ډلې سره د ایران د ملاتړ په هکله پوښتنې پیدا شوي.
لندن کې د مسلمانانو او یهودانو پر ضد جرمونه ډیر شوي: پولیس
د برتانیې په پایتخت لندن کې پولیسو جمعه اکټوبر ۲۰ (تلې ۲۸) ویلي چې د حماس- اسرائیل د جګړې پیل کیدو راهیسې پدې ښار کې د مسلمانانو او یهودانو پر ضد جرایم ډیر شویدي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
پاکستان: څه باندې ۵۲ زره افغان کډوال بیرته هیواد ته ستانه شوي
په پاکستان کې چارواکي وایي وروسته تر هغه چې پدې هیواد کې میشتو افغان او نورو کډوړالو ته چې د اوسیدو لپاره یې قانوني اسناد نه درلودل پخپله خوښه د وتلو لپاره مهلت ورکړل شو، زرګونه افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شویدي.