ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه - د اشنا د یکشنبې خبري ټولګه

نن یکشنبې د امریکاغږ په خپرونه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د روانې جګړې په اړه د امریکا د جګپوړي ډپلومات سره د سیمې د چارواکو د لیدنو او د نړۍ په مختلفو ښارونو کې د لاریونونو په ترڅ کې د اوربند د غوښتنو تفصیل اورئ. په پاکستان کې د مدني فعالانو اندېښنې درسره شریکو او په افغانستان کې د کورني کرېکټ سیالۍ پېل شوي، تاسو به يي تفصیل وګورئ او واورئ.

05.11.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت -- د اتصال د یکشنبې خپرونه

له افغانستان څخه وتلي افغان خبریالان چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي وایې، چې د پولیسو له ویرې د اسنادو سره سره په خپلو کورونو کې ارام ندي او ددې ویره شته چې په زوره به و ویستل شي. پدې پروګرام کې د همدې خبریالانو سره خبرې شوي او ایران ته د ملا عبدالغني برادر د سفر په اهمیت هم د میلمه سره مرکه شوی.

05.11.2023 امریکا غږ

بلینکن د عباس سره په کتنه کې: د غزې اوسیدونکي باید 'په زور بیځایه' نشي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) د اسرائیل له خوا اشغال شوې لویدیځې غاړې ته د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په کتنه کې وویل چې د غزې خلک باید په زوره بې ځایه نه شي. دا پر اسرائیل د حماس د اکتوبر د اوومې نیټې له برید چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا، ۱۴۰۰ کسان چې اکثره یې ملکي وګړي وو په کې ووژل شول او د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې وروسته فلسطیني خاورې ته د امریکا د جګپوړي ډپلومات لومړی سفر دی. د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې نږدې ۹۸۰۰ کسان چې اکثر یې ملکي وګړي دي، د اسرائیل په ځمکنیو، هوايي او سمندري بریدونو کې وژل شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بلینکن او عباس د کتنې په خپور شوي لنډیر کې ویل شوي: "د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو رسولو او د اړینو خدماتو بیا پیلولو لپاره د متحده ایالاتو ژمنې بیا تکرار کړې او روښانه یې کړه چې فلسطینیان باید په زوره بې ځایه نه شي." د فلسطین د رسمي خبري اژانس وفا په وینا، عباس هغه څه چې بلینکن ته یې په تبصرو کې "نسل وژنه" وبلله وغندل. عباس وویل: "زه په غزه کې زموږ د فلسطینیانو د نسل وژنې او ویجاړۍ د بیانولو لپاره چې د اسرائیل د جنګي ماشین په واسطه د نړیوالو قوانینو د اصولو په پام کې نیولو پرته، شوي هیڅ الفاظ نه لرم." بلینکن د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د فلسطیني ادارې مرکز رام الله ته سفر وکړ - هغه ارګان چې هغه په دې وروستیو کې ویلي وو چې باید په غزه کې د حماس د حکومت ځای ونیسي. هغه د یکشنبې په سهار تل ابیب ته پرواز وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په تعقیب د جګړې له پیل راهیسې دوهم لوړ پوړی غربي مشر دی چې لویدیځې غاړې ته سفر کوي. د بلینکن دا نا اعلان شوی سفر داسې حال کې کیږي چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی په خورا چټکۍ سره زیات شوی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې، بلینکن او عباس "د فلسطینیانو په وړاندې د افراطي تاوتریخوالی د بندولو او د هغو مسؤلینو د حساب ورکولو د اړتیا په شمول په لویدیځه غاړه کې د آرامۍ او ثبات د راوستلو په هڅو خبرې وکړې". په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د بهرنیو چارو وزیر بلینکن یو ځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات د فلسطینیانو او اسرائیل لپاره د وقار او امنیت د مساوي اقداماتو پرمخ وړلو ته ژمن دي." د فلسطیني ادارې په وینا، د جګړې له پیل راهیسې له اسرائیلي پوځیانو او د اسرائیلي میشت شویو خلکو سره په نښتو کې تر ۱۵۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. بلینکن منځني ختیځ ته په خپل وروستي سفر کې په غزه کې د "بشري وقفې" غوښتنه کړې، ترڅو د ملکي وګړو ساتنه وشي او په ګڼ مېشته سیمه کې د مرستو رسولو اسانتیاوې برابرې شي. متحده ایالاتو د اسرائیل او فلسطین د شخړې د یوازینۍ حل لار په توګه د دوه دولتونو د جوړیدو غوښتنه کړې. ټاکل شوې چې ښاغلی بلینکن نن یکشنبه ترکیې ته سفر وکړي.

05.11.2023 امریکا غږ

اسرائیلی وزیر چې په غزه یې د اټومي بم کارول مطرح کړي وو، له حکومتي غونډو منع شو

د اسرائیل د صدراعظم دفتر د یکشنبې په سهار نومبر پنځمه (لړم ۱۴) اعلان وکړ چې بنیامین نتنیاهو د میراث وزیر امیخای الیاهو تر بلې خبرتیا پورې په دولتي غونډو کې له ګډون څخه منع کړ.

05.11.2023 امریکا غږ

طالبانو بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د حقونو د دفاع لپاره یوه کمیته جوړه کړې

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي چې په بهرنیو هېوادونو کې د میشتو افغان کډوالو د مدني، فامیلي او خصوصي حقونو د دفاع لپاره د دغه حکومت د عدلیې وزارت د مرستیال په مشرۍ د حقوق پوهانو په ګډون یوه کمیټه جوړه کړې ده.

05.11.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: کوکنارو کرکیلې کې ۹۵ ٪ کموالی؛ 'بزګرانو ته بدیل معیشت برابرول بیړنۍ اړتیا ده'

د ملګروملتونو د نشه یي توکو او جرمنو په وړاندې ادارې (UNODC) یوه تازه سروې ښيي چې د تیر۲۰۲۲ کال د کوکنارو د کرکیلې د بندیدو په اړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان وروسته په دغه هیواد کې د کوکنارو په کرکیله کې ۹۵ فیصده کموالی راغلی دی.

05.11.2023 امریکا غږ

د هسپانیې ساحلي ګارډ وایي سلګونه پنا غوښتونکي یې له ډوبیدو ژغورلي

د هسپانیې ساحلي ګارډ شنبه نومبر ۴ (لړم۱۳) ویلي چې د اتلانیک سمندر د کانري په ټاپوګانو کې یې تر پنځو سوو ډیر پنا غوښتونکي له ډوبیدو ژغورلي دي.

05.11.2023 امریکا غږ

واشنګټن کې د فلسطینیانو په پلوۍ د زرګونو کسانو مظاهره

زرګونو کسانو شنبه نومبر ۴ (لړم۱۳) د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د فلسطینیانو په پلوۍ مظاهره وکړه او په جمهور رئیس جو بایډن یې د اسرائیل سره د ملاتړ له کبله انتقادونه وکړل.

05.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

05.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

04.11.2023 امریکا غږ

د اسرائیل او د لبنان د حزب الله‌ ترمنځ نښتې شوي

د اسرائیل پوځ او د لبنان د حزب الله ځواکمنې ډلې د شنبې په ورځ نومبر په څلورمه (لړم ۱۳) په سرحدي سیمې کې نښتې وکړې او دواړو خواوو ادعا وکړه چې د پولې په اوږدو کې یې د یو بل پوستونه په بریالیتوب سره په نښه کړي دي.

04.11.2023 امریکا غږ

د پاکستان په امنیتي ځواکونو د بریدونو زیاتوالی - نن او وضعیت

وسله والو، نن د پنجاب ایالت د میانوالی په ښار کی د پاکستان د پوځ د هوایی ځواک په یو مرکز برید کړی دی. ددی نه مخکی په دریو بریدونو کی، ۱۷ تنه پاکستاني پوځیان او امنیتي مامورین وژل شویدي. بلوڅو بیلتون غوښتونکو او پاکستاني طالبانو، پدې وختونو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی. وجه څه ده، پایله به څه وی ؟ د حل لاره یی څه ده ؟ د نن او وضعیت په خپرونه کې د نړیوالو سیاسي چارو کارپوه او شنونکی- ډاکټر حکمت الله حکمت سره په دې اړه بحث لرو.‌

04.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

04.11.2023 امریکا غږ

پاکستان هغه افغانان نه باسي چې په امریکا کې بیا میشتیدو ته په تمه دي

د پاکستان حکومت پداسې حال کې چې د غیرقانوني مهاجرت پر وړاندې مبارزه کوي، خپلو مقاماتو ته امر کړی هغه افغانان چې امریکا ته د تللو انتظار باسي، ونه نیسي.

04.11.2023 امریکا غږ

ایران ته د طالبانو د یو لوړپوړي پلاوي سفر - سپینې خبرې

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، چې ملا عبدالغني برادر، نن شنبې نومبر څلورمه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی. دغه پلاوی د ایران د چارواکو سره ، د دوه اړخیزو اړیکو، تجارت او ترانزیتی مسایلو په ګډون په یو لړ موضوعاتو غږیږی. پداسې حال کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري، د طالبانو حکومت تر کومه بریده په ایران کې د افغان کډوالو د ورته برخلیک په اړه اندېښمن دی؟

04.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more