پاکستان وایي ۲ سوه زره افغانان پخپلې خوښې افغانستان ته ستانه شوي
په پاکستان کې چارواکو دوشنبه اکټوبر ۳۰ (لړم۸) وویل چې په تیرو دوو میاشتو کې ددې هیواد د بیلا بیلو برخو څخه نږدې ۲ سوه زره افغانان پخپلې خوښې افغانستان ته ستانه شویدي.
سپینه ماڼۍ وایي د حماس – اسرائیل تر منځ د اوربند ملاتړ نکوي
سپینې ماڼۍ دوشنبه اکټوبر ۳۰ (لړم۸) وویل چې په اوس وخت کې د حماس – اسرائیل تر منځ د اوربند غوښتنو ملاتړ نکوي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د کډوالو د شړلو په درشل کې، پاکستان کې د افغان ماشومانو یو شمېر ښوونځي وتړل شول
په پاکستان کې د افغان ماشومانو دپاره یو شمېر ښوونځي د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) په داسې حال کې وتړل شول چې کورنۍ یې له پاکستان څخه د شړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ایا په غزه کې د سولې امکان شته؟ - سپینې خبرې
په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پراخېدو سره د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. ایا په غزه کې د اوربند او دایمي سولې امکان شته؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو پلان څومره د پلي کېدو وړ دی؟ - اشنا خپرونه
د امریکا غږ اشنا په دې خبري ټولګه کې د کډوالو د شړلو په اړه د پاکستان د پریکړې موضوع د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین سره سپړل شوې. د غزې امنیتي وضعیت او کرکټ نړیوال جام برسېره د افغانستان او نړۍ نور خبرونه هم په دې خپرونه کې شامل دي.
د ژبو د ودې لپاره د طالبانو د شورا اغېز به څه وي؟ - اتصال
طالبانو د ژبو د ودې شورا اعلان کړې ده. د اتصال په دې خپرونه کې ددې شورا پر موخو، اغېزو او کړنلارو بحث کیږي او په افغانستان کې لرغونو ابداتو ته پيښ ګواښونه څېړل کیږي.
ایران: په سیمه کې په امریکايي ځواکونو بریدونه د امریکا د 'ناسمو تګلارو' له کبله دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په عراق او د سیمې په نورو هېوادونو کې په امریکایي ځواکونو باندې بریدونه د اسرائیل څخه د ملاتړ په ګډون د امریکا د «ناسمو سیاستونو» له کبله بولي.
د اسرائیل ټانکونه غزې ښار ته نږدې شوي؛ ځمکنۍ جګړه پراخه شوې
عیني شاهدانو د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) وویل د اسرئیل ټانکونه د غزې ښار څنډو ته رسېدلي.
جرمني کې د ساختماني پروژې د تختې لویدو یوه پېښه کې پنځه کارګران مړه شوي
د جرمني په هامبورګ ښار کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) د اطفائیې ادارې وویل چې د یوې ودانۍ د جوړولو پر مهال د درېدو د تختې د رالوېدو له کبله لږ تر لږه پنځه کارګران مړه شوي دي.
هند: قطر کې په اعدام محکومو پخوانیو هندي افسرانو د خوشې کولو هڅه کوو
د هند د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) وویل چې هیواد به یې "ټولې هڅې" وکړي ترڅو د خپلو سمندري ځواکونو هغه اته پخواني افسران خوشې کړي چې په قطر کې د یوې محکمې له خوا اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوي دي.
پاکستان ملګرو ملتونو ته: غیر قانوني کډوال د کورنیو قوانینو له مخې ایستل کیږي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغه هیواد څخه د اوسیدانې د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۴ میلیونو افغان کډوالو د شړلو د پریکړې د ځڼدولو په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، چې دا پریکړه یې د کورنیو قوانینو له مخې چې نړیوالو قوانینو سره هم برابره ده کړې ده.
هرات کې د خیمو کمښت؛ 'ژر به زلزله ځپلو ته زرګونه خیمې ورسیږي'
په داسې حال کې چې هرات کې د څو پرله پسې زلزلزلو وروسته زلزله ځپلي د خیمو د کمښت سره مخ دي، د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR)وايي، چې ډیر ژر به پاکستان او اوزبیکستان کې ددغې کمیشنرۍ د ګودامونو څخه زرګونه خیمې هرات ته انتقال شي.