ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په ناوې ولسوالۍ کې لسګونه وسله وال وژل شویدي

د هلمند امنیتي مسؤلین وایي چې د ناوې ولسوالۍ محاصره یې ماته کړې او لسګونه وسله وال مخالفین یې وژلي دي.

11.08.2016 امریکا غږ

کابل شپږیزه کرکټ: بند امیر ښاماران او امو نهنگان د دریمې ورځ اتلان شول

  په کابل کې د کورني کرکټ لیګ په ترڅ کې نن د بندامیر ښامارانو لوبډلې د بست ساتونکو او د آمو نهنګانو لوبډلې د مس عینک اتلانو  ته د زړه پورې سیالیو نه پس ماتې ورکړې. لومړۍ لوبه د محمد نبي په مشرۍ د  بندامیر ښامارانو او  د نجیب ځدران په مشرۍ د بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ وه،بندامیر  شل اوریزه لوبه  کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۷ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې ابراهیم ځدراڼ ۵۲ منډې جوړې کړې. د بست ساتونکو لوبډلې توپ اچونکو له لوري محمد نسیم بړیڅ درې لوبغاړي وسوځول.  خو د نجیب ځدرن په مشرۍ بست ساتونکو ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۳ منډې جوړې او سیالي یې بندامیر ښامارانو ته وبایلله. د بندامیر ښامارانو له لوري عبدالله عادل، محمد نبي عیسی خیل او نصرت الله دوه دوه لوبغاړي وسوځول. ابراهیم ځدراڼ د  سهارنۍ سیالۍ غوره لوبغاړي ډالۍ  وبلل شو دوهمه لوبه د  نوروز منگل په مشرۍ د مس عینک اتلانو او میرویس اشرف په کپتانۍ د  آمو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د آمو نهنګانو کپتان  وګټله او توپوهنه یې پیل کړه. دوی د سیالۍ په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۸ منډې جوړې او مس عینک اتلانو ته یې د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې جاوید احمدي ۶۳ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو توپوهونکو له لوري فضل نیازي ۴ لوبغاړي وسوځول.. مس عینک اتلانو  د امو د نهنگانو د توپ اچونکي شرف الدین شرف د غوره بالنگ له کبله ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په اتلسم اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۵ منډې جوړې او لوبه یې آمو نهنګانو ته وبایلله. د  امو نهنګانو له لوري شرف الدین اشرف ۴، میرویس اشرف ۲ او ابراهیم عبدالرحیم هم ۲ لوبغاړي وسوځول.شرف الدین اشرف د سیالۍ غوره لوبغاړي  وبلل شو  د دریمې ورځې د شپږیزې کرکټ لیگ د سیالیو نه پس شپږ لوبې وشوې چې دې کې د کابل بازانو او د بند امیر ښامارانو دوه گټلي، د امو نهنگانو او د مس عینک یوه یوه گټلې او یوه یوه بایللې، د بست ساتونکو او سپین غر زمریان خپلې دواړه بایللي. د  جمعې په ورځ د سپین غر بازان د بست ساتونکو سره او د بند امیر ښار د امو نهنگانو سره مخامخ کیږي..

11.08.2016 امریکا غږ

امریکا په نړۍ کې د مذهبي آزادیو په اړه اندېښنه لري

د متحدو ایالتونو حکومت په نړۍ کې د مذهبي آزادیو په تړاو خپل کلنی راپور خپور کړ.

11.08.2016 امریکا غږ

ابدالي :امریکا او هند افغانستان کې د سولې په اړه یو نظر لري

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندانجنرال جان ویلیم نېکولسن   وايي، امریکا غواړي چې هند له افغانستان سره په امنیتي برخو کې نورې مرستې هم وکړي. جنرال جان ویلیم نېکولسن چې د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې خبرې کولې وویل، دا په هند پورې اړه لري چې له افغانستان سره په کومه بڼه مرسته کوي خو ده زیاته کړه چې متحد ایالات هند نورو مرستو ته هڅوي. نوموږي ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د بشري سرچینو په برخه کې د نوي ډیلي ستره مرسته هغه بهیر دی چې روان به وي. په دې اړه مو چې کله په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفیر ډاکټر شېدا محمد ابدالي نه پوښته وکړه چې دوي له هند نه د امریکايي جنرال دې غوښتنې ته څنگه گوري؟ نو هغه وویل چې امریکا او هند دواړه د افغانستان دوست او همدرد هیوادونه دي،نو امریکا لخوا په هند تاکید او افغانستان سره مرستو ته هڅونه د افغانستان سره د دواړو ملکونو په ملاتړ دلالت کوي او دا هم څرگندوي چې دواړه ملکونه افغانستان کې د سولې په اړه یو نظر لري. هغه وویل چې راتلونکې میاشت کې د افغانستان لوی درستیز هم هند ته سفر کوي او افغان حکومت چې هند ته د نظامي مرستو په لړ کې کوم غوښتنلیک ورکړی په هغې به ورسره خبرې کوي.        

11.08.2016 امریکا غږ

عبدالله: د ملي وحدت د حکومت موافقتنامه د خپلسرۍ په معنی نه ده

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس ویلي دي چې خلک د هیواد د روان حالت نه راضي نه دي او هغه به د شنبې په ورځ په دې هکله د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره خبرې وکړي. هغه وویل تمه لري چې د جمهور رئیس سره په خبرو کې "سالم عق حاکم اوسي". عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ یو شمیر ځوانانو ته په وینا کې وویل چې د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو موافقتنامه که "د جمهور رئیس د امر د ویتو په معنی نه ده، نو د خپلسرۍ په معنی هم نه ده ". ښاغلي عبدالله وویل چې ځوانان او " د افغانستان د سیاست مشران ټول له مانه گیله لري چې ولی مو دلته ټینگار ونه کړ او ولی مو هلته ټینگار ونه کړ ". ښاغلي عبدالله هغه موارد چې انتظار یې کیده شرحه یې کړي په ډاگه نه کړل خو ویې ویل چې " ما تل حوصله کړې او ویلي مو دي چې انشاالله ټول کارونه په تدبیر سره پرمخ ځي". دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی عبدالله چې د ملي وحدت په حکومت کې د جمهور رئیس غني شریک دی د ارگ پر سیاستونو باندې انتقاد کوي، خو دا ځل یې د خبرو بڼه په زغرده او جدي وه. د افغانستان جمهوري ریاست تر اوسه د ښاغلي عبدالله د څرگندونو په اړه څه نه دي ویلي.

11.08.2016 امریکا غږ

غني:د پولیو ضد مبارزه کې خپلو بچو سره دښمني مه کوئ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د یو ویډیويي کنفرانس له لارې ټولو والیانو ته سپارښتنه کړې چې د پولیو د له منځه وړلو د ملي پروګرام په  تطبیق کې دې د ادارو په ګډې همغږۍ کار وکړي. هغه ویلي  چې د هغو کسانو د کورنیو سره باید مرسته وشي چې د واکسینو په تطبیق کې یې خپل ژوند له لاسه وکړی دی. نوموړي ویلي:" واکسیناتوران هم د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر د هېواد د ماشومانو ژوند او روغتیا ساتنه کوی او څوک چې دوی ته تهدید کوي، په حقیقت کې د خپلو اولادونو روغتیا ګواښي". ولسمشر محمد اشرف غني د پولیو په له منځه وړلو کې د قومي شوراګانو،علماو ، قومي سپینږیرو او مدني فعالانو رول مهم ګڼلی او وايي دغه طبقې دې د واکسینو په پروسه کې مرسته وکړي. په دغه ویډیويي کنفرانس کې د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فیروز هم خبرې وکړې او ویې وویل: "د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د بیړني عملیاتي ملي مرکز پر تشکیل سربېره یې د هېواد په جنوب، ختیځ او لویدیځ زونونو کې درې عملیاتي بیړني مرکزونه جوړ کړي چې په کابل کې ملي عملیاتي پروګرام سره مسقیم ارتباط لري". هغه وویل دغه مرکزونه په کندهار، هلمند، فراه، ننګرهار او کنړ ولایتونو کې چې د پولیو ویروس خطر په کې زیات دی،  تاسیس کړي دي. نوموړي وویل چې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې یې د وزارتونو سره سره له نړیوالو ادارو او پاکستان  سره په بېسارې توګه همغږي رامنځته کړې خو ددولت له ولکې وتلې سیمې یې د دغه پروګرام پر وړاندې لوی خنډونه وګڼل. په دغه کنفرانس کې د حج او اوقافو وزیر او یو شمېر والیانو هم خبرې وکړې او وې ویل چې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې به د بې طرفۍ په رعایت سره هڅه وکړي چې د دغې ناروغۍ په لمنځه وړلو کې کوششونه وکړي. په روان میلادي کال کې د افغانستان په کچه د پولیو شپږ مثبت پېښې ثبت شوي چې څلور یې په کونړ، یوه په هلمند او بله د کندهار په ولایت کې ده . د نړۍ په کچه د پولیو وایروس له منځه وړل شوی خو په افغانستان او پاکستان کې لاهم دغه ناروغي د ماشومانو ژوند ګواښي. د عامې روغتیا وزارت ا علان کړی چې د روان ۲۰۱۶ میلادي کال تر اخره به د افغانستان په کچه د پولیو ګردش ودروي.

11.08.2016 امریکا غږ

عبدالله: تروریزم څخه د ګاونډیو د کمزوي کولو هڅه باید بنده شي

اجرائیه رئيس عبدلله وايي، په سیمه کې هغه مهال تروریستي فعالیتونه بندیدلی شي، چې له تروریزم څخه د ګاونډیو د کمزوري کولو لپاره کار اخیستل بند شي.

11.08.2016 امریکا غږ

هلمندد ناوې ولسوالۍ پرمرکز د طالبانو برید په شا تمبول شوی

چارواکي وایي، د هلمندولایت ناوې ولسوالۍ ته پر وخت د تازه دمو افغان ځواکونو د رسیدلو وروسته د ولسوالۍ په مرکز د طالب وسله والو برید په شا تمبول شوی.

11.08.2016 امریکا غږ

روسیې په حلب کې د ورځې درې ساعته اوربند اعلان کړ

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې د سوریې د حلب ښار ته د بشري مرستو د رسولو لپاره به هره ورځ د درېیو ساعتونو لپاره اوربند مراعتوي.

11.08.2016 امریکا غږ

د کابل شپږیزه کرکټ سیالیو دویمه ورځ د کابل بازانو او مس عینک اتلانو په نوم

  د  کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې روانې  کورني کرکټ  شپږیزه سیالیو د دویمې ورځې سیالیو کې  د میس عینک اتلانو د بست ساتونکو او د کابل بازانو د سپین غر زمریانو لوبډلې ته ماتې ورکړه نن د شپږیزه کرکټ لیګ دویمه ورځ، دریمه سیالي کې بست ساتونکو د لوبې پچه وګټله او د میس عینک اتلانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، میس عینک د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره د سیالې لوبډلې پر وړاندې ۲۱۰ منډې جوړې کړې. د میس عینک له ډلې نور علي ځدران ۸۹ ،  مشهور پاکستاني لوبغاړي کامران اکمل ۶۰ منډې او احسان الله جنت ۴۱ منډې وکړې، د بست ساتونکو لوبډ‌لې لوبغاړو، سید شیرزاد او روښان بارکزي یوه ـ یوه ویکټه واخیسته. د بست ساتونکو لوبډلې ورکړل شوی ۲۱۰ منډې هدف پوره نه کړ، د ټولو اورونو په لوبولو سره یې ۱۵۸ منډې وکړې او په ۵۲ منډو یې میس عینک اتلانو ته لوبه وبایلله. د میس عینک لوبډلې لوبغاړي رحمت شاه ۳ لوبغاړي، مجیب دوه او ګلبدین نایب یو لوبغاړی وسوځاوه. د لوبې غوره لوبغاړی نورعلي ځدراڼ وبلل شو.. دویمه لوبه د سپین غر زمریانو او  کابل بازانو ترمنځ وه ، د لوبې پچه د سپین غر زمریانو وګټله او خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه، په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۲ منډې جوړې کړې. له ډلې یې زیاتې منډې د پاکستان نه ورغلي لوبغاړي  ناصر جمشید ۴۷ او شبیر نوري ۳۵ منډې وکړې، له مقابلې لوبډلې څخه راشد ارمان ۳ لوبغاړي، امیر حمزه ۲ لوبغاړی، میلمه لوبغاړي محمد سمیع ۳ لوبغاړي او کریم جنت یو لوبغاړی وسوځاوه. کا بل بازانو په اتلسم اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې په خپله بریا پای ته ورسوله. له ډلې یې زیاتې منډې محمد شهزاد محمدي ۷۷ او جنت کریم ۳۱ منډې وکړې. د لوبې د غوره لوبغاړي  راشد ارمان شو او د مشرانو جرگې مشر ښاغلي فضل هادي مسلمیار جایزه ورکړه.. د دویمې ورځې د پای سره د کابل بازان دوه بریایو سره اول ،د مس عینک اتلان  ،د بند امیر ښاماران د یو یو بري سره دویم  او دریم او امو نهنگان او بست ساتونکي د یوې یوې ماتې سره څلورم او پینځم  او سپین غر بازان د دوه پرله پسې ماتو سره په شپږم مقام دي. هر ټیم ته پینځه لوبې کول دي.

10.08.2016 امریکا غږ

لشګرګاه د سقوط په درشل کې

افغان چارواکي وایي د لشګرګاه شاوخوا سیمو کې د طالبانو سره د سختې جګړې په ترڅ کې د هلمند مرکز ته د چهارشنبې په ورځ تازه دمه قوا ورسیده.

10.08.2016 امریکا غږ

د کانونو غله ونیول شول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي څلور کسان یې په پروان کې د یو معادن د ناقانونه سپړنې پر مهال لاس په لاس نیولي دي.

10.08.2016 امریکا غږ

نیکلسن: ننګرهار کې د داعش سلګونه جنګیالي وژل شوي

په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان وایي په تیرو دوو اونیو کې د امریکا د متحده ایالاتو په ملاتړ افغان ځواکونو د داعش شاوخوا ٣٠٠ جنگیالي وژلي دي. جان نیکلسن وایي د ننگرهار په ولایت کې تعرضي عملیات د امریکا د متحده ایالاتو د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې هدف یې په ټوله نړۍ کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) ځپل دي. د داعش ډله چې د اټکل له مخې د افغانستان په درې یا څلورو ولسوالیو کې شتون لري، تیره میاشت یې په کابل کې د هزاره لږکیو پر لاریون باندې د برید مسؤلیت ومانه چې په کې لږ تر لږه ٨٠ تنه وژل شوي وو. جنرال نیکلسن د چهارشنبې په ورځ د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل، افغان ځواکونه د امریکا په ملاتړ د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې د ترهگرۍ ضد عملیات پرمخ بیایي "دوی ددغه سازمان څو مهم مشران او نژدې ٣٠٠ جنگیالي وژلي دي". هغه زیاته کړه "د پوره شمیرې ترلاسه کول مشکل دي، خو دا په افغانستان کې ددې سازمان لږ تر لږه د ٢٥ فیصدو جنگیالیو له منځه تلل دي چې هغوی ته یوه سخته ضربه ده". د اسلامي دولت ډله دمخه په افغانستان کې د طالبانو په پرتله یو کوچنی گواښ گڼل کیږي. د سه شنبې په ورځ په افغنستان کې د ناتو ماموریت پوځي مقاماتو وویل په ننگرهار کې یو شمیر امریکایي سرتیرو وروسته له هغې چې داعش پرې برید وکړ مجبور شول چې خپل تجهیزات او وسلې پریږي او په شا لاړ شي. د داعش جنگیالیو په انترنیټ کې هغه تصویرونه خپاره کړي چې یو شمیر امریکایي وسلې او مهمات په افغانستان کې د دوی د جنگیالیو په لاس کې دي.

10.08.2016 امریکا غږ

د کندز د ملي امنیت رئیس په یو برید کې ټپي شوی

چارواکي وایي، د کندز د ملي امنیت رئیس، په موټر نن سهار وختي وسله والو ډزې کړي چې له امله یې هغه ټپي شوی، خو روغتیایي حالت یې ښه دی.

10.08.2016 امریکا غږ

پخواني چارواکې: ټرمپ به خطرناک جمهور رئیس وي

د ملي امنیت په چارو کې پنځوسو پخوانیو سلاکارانو خبرداری ورکړی چې سپینېماڼۍ ته د رسیدو په صورت کې به ډانلډ ټرمپ د متحدو ایالتونو په تاریخ کې یو "ستر بي پروا" جمهور رئیس وي. د امنیتي چارو دغه پوهان وایي چې ټرمپ د جمهوري ریاست لپاره "لازم شخصیت، ارزښت او تجربه" نه لري. د هغو کسانو په ډله کې چې په لیک یې دستخط کړی، اکثرو ېې له وړاندې نه د ډانلډ ټرمپ له نوماندۍ سره مخالفت درلود. پدېکې د استخباراتو او کورني امنیت پخواني رئیسان، د جمهوریت غوښتونکو د پخوانيو جمهور رئیسانو ستر سلاکاران او نور شامل دي. په لیک کې چې یوه کاپې د نیویارک ټایمز لخوا خپره شوې په ډاګه ویل شوي چې که ټرمپ جمهور رئیس شو نو د متحدو ایالتونو ملي امنیت به له خطر سره مخامخ کړي. د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست لپاره د جمهوریت غوښتونکو نوماند په ګوند کې دننه له سختو ستونزو او جنجالونو سره لاس او ګریوان دی. د لیک په یوه برخه کې راغلي: "موږ پدې معتقد یو چې هغه (ټرمپ) به یو خطرناک جمهور رئیس وي او زموږ د هېواد ملي امنیت او سلامتیا به له خطر سره مخامخ کړي." ​ که څه هم چې په لیک کې ویل شوي ندي چې آیا دغه کسان به د ټرمپ دیموکراتې سیالې، هیلري کلنټن ته رایه ورکوي خو دا په ډاګه لیکل شوي چې لدې پنځوسو کسانو څخه به یوه هم ټرمپ ته رایه ورنکړي. پدې تړاو دانالډ ټرمپ غبرګون ښودلی او ویلي چې دې چې دې د خپل هېواد لپاره عالي لیدلوری لری. ټرمپ د لیک لاسلیک کونکي او خپله سیاله، هیلري کلنټن پدې تورنه کړې چې د داعش ډلې ته یې د سر پورته کولو اجازه ورکړې ده. لدې سره سره، د ټرمپ او هیلري انتخاباتې منډې ترړي په درز سره روانې دي. د میشیګن ایالت د ډیترویت په اقتصادي خونه کې د خپل اقتصادي پلان د تشریح کولو پر مهال، ښاغلي ټرمپ ژمنه وکړه چې پر امریکایانو به مالیه را کموي. ښاغلي ټرمپ وویل "زه د ټولو لپاره پر عایداتو د مالیې د کمولو وړاندیز کوم په خاصه توګه د منځني طبقې پر امریکایانو باندې. دا به نوې او ډیر ښه معاش لرونکې دندې پیدا کړي. بډای به خپله برخه ورکوي خو هیڅوک به هومره مالیه ورنکړي چې وظایف له منځه یوسي او یا د یو ملت په توګه زموږ وړتیا ته دومره  تاوان ورسوي چې له نورو سره سیالی ونکړی شو. هاخوا دیموکراته نومانده، هیلري کلنټن په فلوریدا ایالت کې امریکایانو ته د دندې موندلو په لارو چارو وغږیده.  ژمنه یې دا وه چې "زه غواړم د دندو په پیدا کولو او د عاید په زیاتولو کې مرسته وکړم. زه به د خپل کار په لومړیو سلو ورځو کې له دواړو ګوندونو سره کار وکړم چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د دندو د موندلو سترې پانګونې ته رایه ورکړي. د امریکا عمومي انتخاباتو ته شاوخوا درې میاشتې وخت پاتې دی او پدې موده کړې دواړه نوماندان،  میرمن هیلري او ټرمپ هڅه کوي چې خپل پروګرامونه خلکو ته تشریح کړي.

09.08.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more