د تورخم لاره ولې بیا بیا بندېږي؟ - اتصال
د اتصال په خپرونه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو پر لاملونو بحث شوی. په دې خپرونه کې د امریکا د ولسمشرۍ پیلیزو ګوندي ټاکنو ته هم کتنه شوې ده.
ستانکزی: طالبان د پاکستان د مذهبي سیاستوالو سره پخوانۍ اړیکې لري چې نن يي هم پالي
د جمهوري دورې پخواني امنیتي او سیاسي چارواکي محمد معصوم ستانکزي د امریکاغږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې په سیمه کې ناامني د افغانستان پرضد د پاکستان د تیرو لسیزو ناکامه سیاستونه دي چې تندلاري نیابتي ګروپونه يی روزل او نن يي خپل هیواد ته خطر پېښ کړی. د ښاغلي ستانکزي په باور پاکستاني طالبان او نورې جنګي ډلې پاکستان روزلي او اوس يي د اختیاره وتلي دي. ستانکزي پدې مرکه کې د افغان طالبانو غوښتي چې د ولس غوښتنو او مشورو ته غوږ ونیسي او د داخلي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو دپاره د ټولو افغانانو په خوښه نظام جوړ کړي.
د اسرائیل پوځ: په لويديځه غاړه کې پر اسرائيلي وګړو د بريدونو پلان جوړوونکي ووژل شول
روغتیايي مسؤولین وايي چې د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ ۱۷ (مرغومی ۲۷مه) د اردن د سیند لویدیځې غاړې پر دوو سیمو باندې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې نهه تنه فلسطینیان وژل شوي دي.
لوږې سره د مبارزې لپاره د نړیوالې بودیجې کمبود ۶۵ فیصدو ته رسیدلی – راپور
" لوږې پروړاندې اقدام" په نوم یوې ادارې د ۲۰۲۴ کال په خپل راپور کې چې د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۱۶(مرغومې ۲۶) د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي ټولنې د کلنۍ غونډې سره هممهاله خپور شوی ویلي چې د نړیوالې لوږې د مخنیوي لپاره د مالي امکاناتو برابرولو په برخه کې مالي کسر ۶۵ فیصدو ته رسیدلی دی.
پر پاکستان د ایران له هوايي برید وروسته، چین له دواړو هېوادونو د 'زغم' غوښتنه کړې
وروسته له هغه چې پاکستان وویل پر خاوره یې د ایران په هوايي برید کې دوه ماشومان وژل شوي، چین د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) پر دواړو هېوادونو غږ وکړ چې "زغم" ولري.
امریکا ته روانه د جاپان الوتکه پر خدمې د مسافر له برید وروسته بیرته ستنه شوې
امریکا ته روانه د جاپان یوه الوتکه وروسته له هغه بیرته ټوکیو ته ستنه شوې چې یو مسافر د شرابو د نشې په حالت کې د الوتکې یوه خدمه په غاښ کړې ده.
یونیسف په کلیوالو ښوونځیو کې ۱۴۰ زرو نورو ماشومانو ته د زده کړو امکانات برابروي
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په افغانستان کې په کلیوالو ښوونځیو کې د ۹۵۰ نوو ټولګیو د جوړولو خبر ورکړی دی.
د نیوزیلنډ د پارلمان ایراني الاصله پخوانۍ غړې له دوکانونو څخه د غلا په تور نیول شوې
د نیوزیلنډ د پارلمان پخوانۍ غړې ګلریز قهرمان د چهارشنبې په ورځ، جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) له پلورنځيو څخه د غلا په تور ونیول شوه.
خوست کې یوه سیمه ییزه راډیو تړل شوې؛ طالبان یې لامل حقوقي لانجه ګڼي
د افغان خبریالانو د ملاتړ یوه اداره وايي چې د افغانستان د خوست په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو له خوا د یوې ودانۍ څخه د 'نن ایف ایم' په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو د وسایلو د خالي کولو وروسته د تیرې ورځې راهیسې ددغې راډیو خپرونې بندې شوي دي.
د نیوزلینډ یو لوبغاړي د حضرت الله ځاځي د شپږیزو ریکارډ سره ځان برابر کړ
د نیوزلینډ د کرکټ لوبغاړي فینلي هیو ایلن په سیمه ایز وخت چارشنبه جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) د پاکستان سره په شل اوریزې نړیوالې لوبې کې ۱۶ شپږیزې ووهلې.
پاکستان: د ایران بریدونه 'نه منل کیدونکي دي او جدي عواقب' به ولري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه جنوري ۱۶ مه (مرغومي ۲۶) د دې هیواد د بلوچستان په ولایت کې د ایران بریدونه په سختو ټکو غندلي، د خپلې خودمختارۍ څخه یې "سرغړاونه" بللي او دا یې هم ویلي چې "جدي عواقب به ولري".
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
شهزاده فیصل : که د فلسطینیانو لپاره دولت جوړ شي، سعودي ښایي اسرائیل په رسمیت وپیژني
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سه شنبه جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) وویل که چیرته داسې یوه جامع موافقه وشي چې د فلسطینیانو لپاره پکې د دولت جوړیدل شامل وي، دوي به ښایي اسرائیل په رسمیت وپیژني.
ایران وايي په پاکستان کې یې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي
د ایران دولتي رسنیو د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) خبر ورکړ چې د ایران بې پیلوټه الوتکو په پاکستان کې د بلوڅ وسله والې ډلې "جیش العدل" مرکزونه په نښه کړي دي.
بریتانوي پولیس پر اسرائیل د جنګي جرمونو د تورونو پلټنه کوي
د بریتانیا پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل چې متخصص افسران یې د فلسطینيانو په ملاتړ د فعالینو د یوې ډلې له شکایت وروسته، د حماس سره د اسرائیل په جګړه کې د ممکنه جنګي جرمونو په اړه د تحقیقاتو په پیلولو غور کوي.