نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دوهمه مشورتي جوړیږي- سپینې خبرې
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په اړه دویمه مشورتي غونډه جوړوي. ایا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دویمه مشورتي غونډه به له طالبانو سره د خبرو لپاره لاره پرانیزي؟
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د کابل په دشت برچي کې چاودنې کې دوه ملکیان وژل شوي
عیني شاهدانو د شنبې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۶) وویل چې د شنبې په ورځ ماښام مهال د دشت برچي د قلعه ناظر په ساحه کې چاودنه وشوه.
د منځني ختیځ ترینګلی وضعیت – د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د امریکاغږ اشنا د شنبې په خپرونه کې په سیمه کې د داعش د بریدونو، منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر او په پېښور کې د یوه افغان زنداني په اړه مهم خبرونه خپرېږي.
ملګري ملتونه د افغانستان په اړه دویمه مشورتي غونډه جوړوي
ملګري ملتونه وايي په پام کې لري چې د افغانستان په اړه دویمه مشورتي غونډه جوړه کړي.
په افغانستان او نړۍ کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د فعالیت د حق څیړل: یوه موضوع څو زاویې
په ۲۰۲۳ م کال کې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې و، چیري چې خبریالان پکې نیول شوي او وژل شوي دي. د افغانستان ترڅنګ، تیر کال د امریکا په متحدو ایالتونو کې هم د بیان د ازادۍ حق له ځینو ننګونو سره مخ شو. د دې اوونۍ د یوه موضوع او څو زاویې په خپرونه کې، په افغانستان او نړۍ کې د تېرو کلونو د رسنیو فعالیت او ازادي موضوع څېړل شوې ده.
د لبنان حزبالله د اسرائیل پر پوځي مرچلو لسګونه توغندي توغولي
د لبنان حزب الله ډلې د شنبې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۶) وویل چې د دوی وسله والو د اسرائیل پر یو پوځي مرکز لسګونه توغندي توغولي دي.
په تیر میلادي کال کې د افغانستان د روغتیايي سکټور وضعیت ته کتنه - بو علي سینا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې د افغانستان د روغتیایی سکټور وضعیت، په تنفسي سیستم د هوا د ککړتیا اغیزې، د نشه یي توکو د کارولو له امله د بیلابیلو ناروغیو د خپریدو د مخنیوي لارې چارې، د سینې سرطان تشخیص او مخنیوی او په په بدن کې د ویټامین ای د اهمیت په ګډون د روغتیا د نړۍ څخه خبرونه شامل دي.
ملګري ملتونه: پاکستان څخه د ستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره نږدې ۵۲ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (UNHCR) وايي، چې په افغانستان او پاکستان کې د افغان کډوالو د اړوند چارو د سمبالولو لپاره ۵۱.۹ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.
بخښنې نړیوال سازمان طالبانو ته: د 'بدحجابۍ' په تور د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ بنده کړئ
د طالبانو د حکومت له خوا په افغانستان کې د بدحجابۍ په تور د شمیر ښځو او نجونو د نیولو په غبرګون کې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو هغه افغان میرمنې او نجونې چې په بشپړ ډول یې ځانونه نه وي پټ کړي د نیولو او ځپلو تازه لړۍ پیل کړې ده.
روغتیا نړیوال سازمان د هرات زلزله ځپلو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د ۶۰٪ بودیجې کمښت سره مخ دی
د روغتیا نړیوال سازمان د هرات په ولایت کې د وروستیو زلزله ځپلو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه ولایت زلزله ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې تراوسه ۴۱ فیصدو پورې د خپلې اړتیا وړ بودیجه ترلاسه کړې ده.
د نیویارک څارنوالۍ د ټګۍ په قضیې کې د ټرمپ څخه ۳۷۰ میلیونه ډالر غواړي
د متحده ایالاتو نیویارک ایالت لویه څارنوالي د ټګۍ برګۍ په یوې قضیې کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او کورنۍ څخه یې د ۳۷۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې.
امریکا تائید کړه ایران کې خونړۍ چاودنې داعش - خراسان څانګې کړي
دوو سرچینو ویلي یو شمیر مکالمې چې د متحده ایالاتو استخباراتي ادارو راټولې کړي، تائیدوي چې په ایران کې د چارشنبې ورځې غبرګونې چاودنې د داعش - خراسان څانګې کړي.