ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کاناډا د ۲۰۲۱ کال اګست د میاشتې راهیسې نږدي ۴۶ زره افغان کډوال منلي

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره (IRCC) وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې یې د مختلفو پروګرامونو له لارې ۴۵ زره او ۸۵۰ تنه افغان کډوالو ته په دغه هیواد کې د بیا میشتیدو امکانات برابر کړي دي.

19.01.2024 امریکا غږ

پاکستان: تورخم د پاسپورټ او ویزې پر مسله تړل شوی

د پاکستان د بهیرنیو چارو وزارت ویلي چې په نړۍ کې د نورو هیوادونو په څیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم د خلکو د تګ راتګ باید د پاسپورټ اود اعتبار وړ ویزو پر اساس ترسره شي.

19.01.2024 امریکا غږ

نتنیاهو: امریکا ته مې ویلي چې د فلسطیني دولت د جوړېدو مخالف یم

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومې۲۸) وویل چې متحدو ایالتونو ته یې ویلي دي چې د فلسطیني‌ دولت له جوړېدو سره مخالف دی. واشنګتن د فلسطینینو لپاره د مستقل دولت د جوړېدو ننګه کوي.

19.01.2024 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

19.01.2024 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې: اسرائيل نړیوال قانون نقض کړی

د فلسطیني قلمرو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې او حقوقپوهه فرانسیسکا البانیس د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومې۲۸) وویل چې اسرائيل په خپلو «بې باکه» بریدونو سره، چې غزه یې ویجاړه کړې، نړیوال قانون مات کړی.

18.01.2024 امریکا غږ

بایډن: د پاکستان برید ښيي چې ایران په سیمه کې 'خوښوونکي' نلري

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) وویل چې د پاکستان او ایران ترمنځ د یو بل پر خاوره هوایي بریدونو وښودله چې تهران په سیمه کې ښه مناسبات نلري، او سپینې ماڼۍ په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

18.01.2024 امریکا غږ

د ایران او پاکستان ترمنځ کړکیچ ته د سپینې ماڼۍ غبرګون

د امریکا د متحدو ایالتونو د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ ۱۸ ( مرغومۍ ۲۸مه) د یوې خبري‌ ناستې په ترڅ کې، پر یو بل د ایران او پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې امریکا په جنوبي او مرکزي اسیا کې د کړکېچ د زیاتیدو غوښتونکې نه دی.

18.01.2024 امریکا غږ

د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا ګټې او زیانونه ارزوي

د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د نویو درملو د انکشاف او د ناروغیو د تشخیص ګړندي میتودونه ښايي د روغتیايي پاملرنې په برخه کې اسانتیاوې او بدلونونه رامنځته کړي.

18.01.2024 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

18.01.2024 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

18.01.2024 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

18.01.2024 امریکا غږ

د پاکستان راتلونکو ټولټاکنو ته ځغلنده کتنه

له نن څخه درې اونۍ وروسته به د پاکستان ولس ملي پارلمان او ایالتي اسامبلو ته خپل استازي وټاکي. دا به ددې هېواد په تاریخ کې د پارلمان دولسمې ټولټاکنې وي.

18.01.2024 امریکا غږ

د سیمې پر امنیت د ایران او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا اغېز - سپینې خبرې

ایران او پاکستان وايي، د یو بل په سرحدي سیمو کې يې د ترهګرو د ځپلو په هدف بمبارۍ کړي دي. د ایران او پاکستان ترمنځ وروستۍ ترینگلتیا افغانستان او سیمه څومره اغیزمنولای شي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې هکله بحث شوی دی.

18.01.2024 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more