شاته

وسله‌والو کسانو په غور کې شپږ کسه تښتولي

د غور ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، یو شمیر وسله‌والو چې ځانونه د داعش ډلې غړي بولي تیره ورځ یې د دغه ولایت شپږ اوسیدونکي تښتولي دي.

د غور والي غلام ناصر خاضع امریکا غږ ته وویل، دغه شپږ تنه د غور ولایت د مرکز فیروز کوه له کاسي کلي څخه په پټیو کې د بزګرۍ پر مهال تښتول شوي دي.

د غور والي وویل "لا تر اوسه د هغوی د برخلیک په اړه معلومات نشته، خو په دې برخه کې تحقیقات پیل شوي دي".

په غور کې د تښتونې دغه پیښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې، چې دوه اونۍ مخکې هم د دغه ولایت په مرکز کې نږدې دیرش تنه ملکي کسان د یوې وسله‌والې ډلې له خوا لومړی وتښتول شول او له هغې وروسته په ډله ایزه توګه ووژل شول.

د افغانستان ولسمشر تیره ورځ په غور کې د دغو قُربانیانو له کورنیو سره د لیدلو پر مهال ژمنه کړې، چې د دغې پېښې له عاملینو څخه به د هغوی د عزیزانو د وینې غچ بیرته واخلي.

که څه هم لا تر اوسه د دغو شپږ تنو د تښتولو مسؤولت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو د غور والي وايي، چې ښايي دا کار هم د هغو کسانو له خوا شوی وي، چې دوه اونۍ مخکې یې په دغه ولایت کې نږدې دیرش تنه ملکي کسان ووژل.