BBC
 شاته

عراق کې '۲۰۰ کردۍ ایرانۍ ښځې' د داعش پر ضد جنګېږي

د عراق امنیتي ځواکونه د موصل ښار یوې بلې څنډې ته په ننوتو بریالي شوي دي. رویټرز خبري اژانس وايي، نژدې ۲۰۰ ایراني کردي ښځو د موصل په شاوخوا کې د داعش خلاف جګړې کې برخه اخیستې. عراقي ځواکونه ادعا کوي، چې د الزهره سیمې ته رسېدلي او اوس یې د دغې سیمې ۹۰ سلنه برخه په واک کې ده.