BBC
 شاته

بريتانيا کې د يوه تاريخي ځای موندنه

لرغونپوهانو يو داسې څه سپړلي چې دوی يې بريتانيا کې تر ټولو مهم لرغونی سپړل شوی ځای ګڼي.

په تېرو لسو مياشتو کې د لرغونپوهانو ډلو د برونز پېر مېشت ځای کې کيندنې کولې، چې د انګلستان ختيځ کې موندل شوی دی.

دې ځای تاريخپوهانو ته د دريو زرو کالو مخکې ژوند بې ساری څرک ورلګولی دی.

بي بي سي هم دې ځای ته ورغلې وه، چې کار په کې اوس نژدې بشپړ شوی دی.