BBC
 شاته

ترکیې کې ۹۹ جنرالان د کودتا په تړاو رسماً تورن شوي دي

Image copyright

ترکیې کې د ځمکني او سمندري پوځ ۹۹ جنرالان د تېرې اونۍ ناکامي کودتا په تړاو رسماً تورن شوي دي.

رجب طیب اردګان پلازمېنه انقره کې له وفادارو پوځي افسرانو او کابینې غړو سره غونډه کوي.

چارواکو د لوړو زده کړو پر اړوندو لوړ پوړو چارواکو دغه کودتا کې د ونډې درلودو له کبله له هېواده د نه وتلو بندیز لګولی.

نژدې ۵۰ زره کسان نیول شوي، له دندو ګوښه شوي او یا یې دندې ځنډول شوې دي. دغه راز د پوهنې وزارت له ۱۵۰۰۰ زره کارکونکو، ۲۱۰۰۰ زره ښوونکو او د بېلو پوهنځیو له ۱۵۷۷ مشرانو غوښتل شوي، چې استعفا وکړي.

پر دغو کسانو داسې شکونه کېږي، چې د ترکي چارواکو په خبره ګواکې د کودتا له پلانونکي فتح الله ګولن سره یې اړیکي درلودل، خو ښاغلي ګولن دغه تورونه رد کړي دي.

ولسمشر رجب طیب اردوګان د خپل هېواد د ملي امنیت شورا غونډې مشري کوي او ښايي د چهارشنبې په ورځ نورې څرګندونې هم وکړي.

له هغه وروسته، چې معلومه شوه، کودتا ناکامه ده، د ترکیې د ملکي او پوځي چارواکو چاڼ پیل شو.

د بښنې نړیوال سازمان وايي دې لړ کې په رسنیو هم د سانسور بندیزونه لګېدلي او په ځانګړې توګه دغه بندیزونه پر هغو خبریالانو لګېدلي، چې د حکومت پر پالیسیو نیوکې کوي.

Image copyright Getty

ترک چارواکي غواړي د پوهنې او روزنې له سیکتوره د فتح الله ګولن پلویان وشړي.

د لوړو زده کړو وزارت ټولو پوهنتونو ته امر کړی، چې په خپلو ادارو کې د دوی په خبره د فتح الله ترهګر سازمان اړوند کسانو لټون وکړي او دوی ته د اګست تر ۵ بشپړ معلومات ورکړي.

ترکیه د امریکا له متحدو ایالتونو غواړي، چې فتح الله ګولن وروسپارل شي.

ویل کېږي، چې د پنجشنبې پر ورځ د ولسمشر بارک اوباما او د ولسمشر رجب طیب اردوګان تر منځ د ټیلیفوني اړیکې پر مهال هم پر دغه موضوع خبرې شوې.

د سپینې ماڼۍ ویاند جورج ارنسسټ په خبره ترکیې ته د ښاغلي ګولن د سپارلو یا نه سپارلو پرېکړه به د دواړو هېوادونو تر منځ د هوکړې په رڼا کې وشي.