شاته

کلیفلینډ: طالبان د ښارونو د نیولو هوډ لري

قاطع ملاتړ ماموریت پوځي چارواکي وايي طالبانو د خپل سږني پسرلني عملیاتو له پیل څخه د ولایتونو د مرکزونو د نیولو هڅه کړې چې دغه هدف ته ندي رسیدلي خو هڅې یې لا روانې دي.

د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند جنرال چارلز کلیفلینډ نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله په کابل کې خبریالانو سره د خبرو پروخت وویل، چې طالبانو د اګست په میاشت کې لومړی د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاهد نیولو هڅه وکړه، بیا یي د کندز، ترینکوټ او د ننګرهار ولایت د نفوسو د ډکې حصارک ولسوالۍ اوورپسې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍد نیولوناکامه هڅې وکړي.

جنرال کلیفلینډ وویل " هغه څه چې مونږ یې همدا اوس وینو د طالبانو له خوا د ولایت د مرکز د نیولو لپاره یو بله لویه هڅه ده، مونږ په دې هم پوهیږو ددې لپاره چې کال پای ته رسیدلو ته نږدې شوی زه فکر کوم هغوی په رښتیا د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي ".

د ناټو د ځواکونو دغه جنرال وویل چې د کندز جګړه که د یوې خوا افغان ځواکونو ته یو ګواښ وو خو ترډیره یې د دغه ښار اوسیدونکو ته ګواښونه او ستونزې پیدا کړلې . جنرال کلیفلینډ زیاته کړه چې " په ښار کې د اوبو او بریښنا بهیر ځنډیدلی دی، د ګرځنده تیلیفونو انتنونو ته اور اچول شوی او په ښار کې کورونه سوزول شوي او کورنۍ له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي."

جنرال چارلز کلیفلینډ وړاندې وویل چېد قاطع ملاتړ ماموریت سره اصلاً دا پوښتنه نه وه چې ګوندې کندز به طالبان ونیسي.

خو هغه وویل چې کندز ښارته د طالبانو د ننوتلو څو ساعته وروسته دوی سره دا پوښتنه ضرور وه، چې څومره وخت ته به اړتیا وي چې افغان ځواکونه طالبان په کندز کې د نیول شوو سیمو څخه بیرته وباسي.

جنرال کلیفلینډ وویل " طالبان په دې وپوهیدل چې دوی به د کندز ښار ونه نیولی شي، همدا وو چې هغوی خپله ستراتیژي بدله کړه او هڅه یې دا وه چې هرڅومره چې یې په وس پوره وي په کندز ښار کې په کم شمیر وسله والو ځای پرځای کولو سره دا جګړه اوږده کړي او په دې توګه د رسنیو پاملرنه ځان ته راواړوي."

د قاطع د ملاتړ ماموریت د ځواکونو ویاند د کندز امنیتي وضعیت د هلمند له وضعیت سره بل ډول تعبیر کړ او ویې ویل چې په هلمند کې یوازې د لښکرګاه شاوخواته پوځي تحرکات نه دي بلکې ددغه ولایت په اوږدو کې په نورو برخو کې هم پوځي تحرکات لیدل کیږي.

هغه وویل، چې هلمند لا هم د طالبانو په لومړیتوبونو کې دی.

جنرال کلیفلینډ زیاته کړهچې "د طالبانو د جګړې تکتیک د اګست د میاشتې جګړو ته ډیر ورته دی ".

د قاطع ملاتړ د ځواکونو دغه ویاند بیا هم ویل چې که د افغان ځواکونو پوځي وړتیا ته کتنه وشي نو دا ویلي شي چې د افغان ځواکونو پوځي وړتیا سږکال د تیرکال په نسبت ډیره ښه شوې ده.

جنرال کلیفلینډ وویل " د تیرې اونۍ حالاتو دا وښودله چې لا هم ډیر ګواښونه د هریو پر وړاندې پراته دي او دا یوه سخته جګړه ده چې افغان حکومت ته په کار دي د خپلو امنیتي خدماتو ته پاملرنه ولري ".

جنرال کلیفلینډ وویل چې په اوس وخت کې دیرش زرو پورې وسله وال طالبان د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګیږي چې ترډیره یې افغان ځانګړو ځواکونو چې اوس يې شمیر ۱۷۰۰۰ ته رسیږي مخه نیولې ده.

د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند وویل چې د افغانستان د روانې کشالې د هوارولو لاره د سولې خبرې دي خو هغه وویل چې نړیوال ځواکونه به د افغان ځواکونو د پیاوړي کیدو لپاره خپلو هڅو او کوښښونو ته لا هم دوام ورکړي.