BBC
 شاته

ننګرهار کې د ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې په تړاو ضد او نقیض ادعاوې کیږي

په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي، له جلال اباد ښار سره نږدې د نجم الدین اخونزاده د مدرسې په سیمه کې یو ځانمرګی برید شوی. د پیښې عیني شاهدان وایي، په برید کې ځانګړو ځواکونو ته زیان اوښتی خو چارواکي یې نه مني.