شاته

په فراه کې د طالبانو مشري بهرنیان کوي

د فراه د ولایتي شورا چارواکي وایي که حکومت دې ولایت ته کومکي ځواکونه ونه لیږي، احتمال شته چې دکندز په شان به سقوط وکړي.

وسله والو طالبانو د بهرنینو اتباعو په مرستې د فراه ولایت مختلفې برخې محاصره کړیدي او کوښښ کوي چې په ښار برید وکړي. د فراه د ولایتي شورا رئیس وایي که حکومت جدي پام ونکړي او کمکي عسکر ور ونه لیږي، احتمال شته چې دغه ولایت به طالبانو ته په لاس ورشي.

د فراه ولایتي شورا وایي چې زیات شمیر وسله وال طالبان د فراه ښار په شاوخوا کلیو کې راټول شویدي چې د خلکو لپاره یې غټې اندیښنې پیدا کړیدي. د دې شورا رئیس فرید بختور وایي چې د روکین، نوبهار او ګینکان په شمول څو کلي د طالبانو په لاس کې دي چې د فراه ښار نه یوازې اوه یا شپږ کیلو متره لیرې پراته دي.

ښاغلي بختور امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د ښار او ولسوالیو تر منځ ځینې لارې هم تړلي دي او هره شیبه د دې خطر شته دی چې په مرکز به برید وکړي.

"دښمن د ښار څلورو خوا ته راټول شوی او ګرځې راګرځي. وضعیت د پخوا په شان دی. د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک او نورو کلیو کې جګړې هم شویدي. بیګا شپه هم طالبانو د دولسو نه درې نیمو بجو پورې د ملي اردو په یوې پوستې شدیده حمله کړې وه چې دښمن ته پکې زیاته مرګ ژوبله رسیدلې او د ملي اردو ځیني غړي پکې وژل شوي یا ژوبل شویدي. "

ښاغلي بختور همدارنګه وویل چې د نیمروز، هلمند او ځینو نورو ولسوالیو نه سل ګونه وسله وال طالبان راټول شویدي چې مشري یې بهرنیان کوي. بختور امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان پلان لري د فراه په ښار برید وکړي.

د ولایتي شورا رئیس خبرداری ورکړ که چیرته حکومت هر څومره ژر چې امکان ولري، دغه ولایت ته اضافي ځواکونه ونه لیږي، احتمال لري چې فراه به هم د کندز د ښار په شان سقوط وکړي او د طالبانو لاس ته به ورشي.

" دوي د فراه د بیلا بیلو ولسوالیو خلک دي . د هلمند او نیمروز ولایتونو نه هم ور سره ځیني کسان یو ځای شویدي او په منځ کې یې بهرني اتباع هم لیدل کیږي. که حکومت پدې برخې کې جدي پام ونکړي، عواقب به یې خراب وي. "

د فراه ولایتي امنیتي مسؤلین هم دا مني چې د دې ولایت په ځینو کلیوالو سیمو کې طالبان په پراخه توګه حضور لري. د فراه ولایت امنیې قوماندان توریالی عبداني امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د " تروریستانو" سره د مقابلې توان لري او زیاته یې کړه چې دغه ولایت به د طالبانو په "هدیرې" بدله کړي.

"‍ مخالفینو خپلې ځینې ډلې دلته ځای پر ځای کړیدي خو تر اوسه لا معلومه نده چې څومره کسان به وي. هغوي پلان لري چې پدغو کلیو کې امنیت خراب کړي او خپل ناوړه اهداف تر لاسه کړي. خو هغوي به خپل دا ارمان ګور ته یوسي. "

د فراه والي محمد آصف ننګ هم د ولایتي شورا د رئیس فرید بختور څرګندونې آوازې وګڼلې او زیاته یې کړه چې د دې ولایت دوه لویې لارې د خلکو او ترافیک د تګ راتګ لپاره خلاصې دې.

ښاغلي ننګ امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په جدي توګه د لویو لارو امنیت ساتي او پدې توانیدلي چې وسله وال طالبان د ښار نه دیرش کیلو متره لیرې وشړي.

" زه داسې احساس کوم چې د فراه ولایت آسیب پذیره دی او د دې کار لپاره مو ځیني اقدامات هم کړیدي. په ولسوالیو او ښارونو کې مو امنیتی کمربندونه جوړ کړي. د ۵۱۷ او لومړۍ نمبر لویې لارې په شان په ستراتیژیکو سیمو کې مو امنیتي تدابیر زیات کړي. پدې لارو کې ترافیکې پیښې کیږي خو دښمن دومره زیات ندی چې دغه لارې وتړي. مونږ هغوي ته سخت ګوزارونه ورکړیدي او د وضعې د ښه کیدو لپاره مو نور ګټور اقدامات هم کړیدي. "

د فراه په ولایت کې د امنیتي وضعیت په هکله دا بحث پداسې حال کې راپورته شوی چې د افغانستان په لویدیځه حوزه کې جګپوړو امنیتي مسؤلینو ویلي دي چې څو ورځې وړاندې یې د ملا نعمت په شمول چې د طالبانو د جنګي کمیسیون مشر و، لږ تر تر لږه څلویښت وسله وال طالبان وژلي دي او څلور څلویښت نور یې ژوبل کړیدي.

د دغو چارواکو په وینا چې پدغو جګړو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پنځه غړي وژل شوي او شپږ نور یې ژوبل شویدي.