شاته

په لوګر کې د نسايي ولادي لومړنی روغتون جوړ شو

د لوګر چارواکي وايي، هڅې کوي چې د نورو برخو ترڅنګ د روغتيا په برخه کې د مېرمنو لپاره اړينې اسانتياوې رامنځته کړي.

د روغتيايي مسوولينو په وينا که څه هم په لوګر کې د زيږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه د ډېرو ولايتونو په نسبت کمه ده، خو بيا هم دې برخه کې د يوه مجهز روغتيايي مرکز شتون جدي اړتيا بلل کېږي.

د لوګر والي محمد حليم فدايي وايي، چې په مرکز پل علم کې د نسايي او ولادي ناروغانو د تداوۍ لپاره د نوي جوړ شوي مرکز مالي لګښت د سارک سازمان ورکړی او په مډرنو طبي اړينو وسايلو سمبال دی.

ښاغلي فدايي چې د ياد صحي مرکز د پرانستې پرمهال يې خبريالانو ته خبرې کولې وويل، چې دا مرکز به د مور او ماشوم د مړينې په مخنيوي کې خورا مهم رول ولري.

هغه وويل ”د يوه ولايت په کچه هغه ټولې اړتياوې چې د يوه واټ لپاره اړينې دي، هغه دلته شته. په ودانۍ کې د ماشومانو د ځايېدو ستونزه هوارېږي. د ماشوم مړينه هغه ستونزه ده، چې بايد مخنيوی يې وشي‟.

والي محمد حليم فدايي زياته کړه، چې د نورو برخو ترڅنګ يې د روغتيايي اسانتياوو د رامنځته کولو په خاطر هڅې ګړندۍ او پر مرکزي دولت سربېره يې د ځينو نړيوالو مرستندويه سازمانونو توجه هم راجلب کړې ده.

په همدې حال کې د لوګر د ولايتي ملکي روغتون رئيس ډاکټر عاشق الله مجيدي وايي، ددې نوي روغتون په فعاليت سره ځينې هغه مهمې اسانتياوې برابرې شوي، چې په پل علم کې يې د نشتوالي له کبله ماشومان کابل ته لېږل.

ډاکټر مجيدي زياتوي ”په يوه وخت کې دوولس ماشومان تر درملنې لاندې نيولی شو او خدمات ورته عرضه کړو. مهمه مسئله د فوتوترافي وه، مخکې مو فوتوترافي نه درلوده او ماشومان به کابل ته لېږل کېدل، خو اوس دلته دا ستونزه حل شوه.‟

ددغه ولايت د ښځو چارو رئيسه شيما زرګر له امريکاغږ سره په خبرو کې د مېرمنو لپاره د هر ډول اسانتيا رامنځته کول، د هغوی د ژوندانه د بهبود لپاره لويه لاسته راوړنه او پرمختګ وبلل.

شيما زرګر له کابل او دغه راز له نړيوالو بسپنه ورکوونکو سازمانونو وغوښتل، چې د افغان مېرمنو د ژوندانه د وضعيت ښه کېدو لپاره خپلو هر اړخيزو همکاريو او منډو ترړلو ته دوام ورکړي.

اغلې زرګر وايي” د بېلګې په توګه ماشومان له وخت مخکې پيدا کېږي، وينه ضايع کېږي او يا ځينې نور مسايل شته، چې مېرمنې د اميندوارۍ پرمهال ورسره مخ کېږي، خو د دې صحي مرکز په فعالېدو سره د مېرمنو اتيا فيصده مشکلات حل کېدای شي.‟

همدارنګه چارواکي وايي، چې د ولايتي ملکي روغتون ستونزې يې هم تشخيص او د حل په اړه يې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي. دوی زیاتوي، چې، د روغتون لپاره د نويو تاسيساتو پر جوړولو هم کار روان دی.