شاته

طالبان د کندز ښار له مرکزي برخو په شا تمبول شوي

افغان امنیتي ادارې وایي چې تیره شپه کندز ښارته د افغان ځانګړو ځواکونو د رسیدلو لږ وروسته دغو ځواکونو طالب وسله وال د کندز د ښار له مرکزي چوک له سیمې په شا کړل او هم یې په ښار کې د پولیسو لومړی ماموریت بیرته ونیوه.

خو د کندز ښار اوسیدونکي وایي، چې طالبان لا هم د ښار په ډیرو برخو کې حضور لري او ددغه ښار په څو سیمو کې د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

دغو اوسیدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې طالبانو د ښار په ځینو برخو کې د خلکو په کورونو کې سنګرونه نیولي دي.

د کندز په روانو نښتو کې دواړو خواو ته د اوښتي سر د زیان په باب تراوسه یوې خوا هم رسنیو سره معلومات نه دي شریک کړي.

د بلې خوا په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ځواکونو قوماندانۍ وایي چې افغان ځواکونه د کندز کنټرول په لاس کې لري.

ددغو ځواکونو له خوا په بیان کې چې د ټویټر په پاڼه خپور شوی ویل شوي چې تیره شپه کندز ته تازه دم افغان امنیتي ځواکونه رسیدلي دي.

په دغه بیان کې ویل شوي چې امریکایي ځواکونه افغان ځواکونو ته د هوایي ملاتړ او مشورې ورکولو لپاره چمتوالی لري او که اړتیا پیښه شي دا ځواکونه مرستې ته چمتو دي.

طالبانو د تیرې شپې د جګړو په باب لاتراوسه څه نه دي ویلي.

طالبانو د دوشنبې په سهار د کندز په ښار له څلورو خواو عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې د دغې ورځې په اوږدو کې په دغه ښار کې ډیرې سیمې ونیولې.

د بغلان – مزارشریف لار د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د کندز په ښار د وسله والو طالبانو د بریدونو وروسته طالب وسله والو د بغلان په ولایت کې هم تیره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړل چې له امله یې د چشمه شیر په سیمه کې د بغلان – مزارشریف لاره هم د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.

اوس د بغلان ولایتي چارواکي وایي دا لار بیرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.

د بغلان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د طالبانو سره د تیرې ورځې په جګړو کې لس طالب وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د بغلان د پولیسو د ویاند څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.