شاته

کجکي د بند د بریښنا د تولید کچه ۱۵۱ میګاواټو ته لوړیږي

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، د کجکي د بند د دویم فاز په جوړولو سره به د دغه بند د برېښنا د تولید ظرفیت ۱۵۱ میګاواټه برېښنا ته ورسیږي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د شنبې په ورځ په ارګ کې د '۷۷' په نوم له یو ترکي خصوصي شرکت سره د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د کجکي د برېښنا بند د دویم فاز د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني د دغه تړون د لاسلیک په غونډه کې وویل، د کجکي بند د دویم فاز په جوړولو سره به د دغه بند د برېښنا د تولید ظرفیت له ۵۱ میګاواټ څخه څه باندې ۱۵۱ میګاواټو ته لوړ شي او په همدې توګه د اوبو د زیرمې کچه به هم تر ۲.۳۴ ملیارد متر مکعب اوبو ته لوړه شي.

ښاغلي عثماني وویل "د دویم فاز په بشپړېدو به د کجکي د بند د اوبو د زیرمې ظرفیت به ۲ ملیارد او ۳۴ میلون متر مکعب اوبو ته ورسیږي یعنې شاوخوا یو میلون مترمکعب زیاتې اوبه به په بند کې زیرمه شي".

ښاغلي عثماني وویل، چې په دغو اوبو به ۱۰۰ زره هکتاره ځمکې په هلمند او نږدې ولایتونو کې خړوبې شي.

د اوبو او برېښنا وزیر د دغه بند د دویم فاز د جوړولو د لګښت په اړه او دا چې د چا له خوا ورکولو کیږي، څه و نه ویل.

د کجکي د بند لومړی فاز د 'موري سن' په نوم د یوې امریکايي کمپنۍ له خوا په ۱۹۵۴ کال کې جوړ شوی وو او ټاکل شوې وه چې دویم فاز هم د همدغې کمپنۍ له خوا جوړ شي خو د کورنیو جګړو له امله د دغه بند د برېښنا ظرفیت د لوړولو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې.

د اوبو او برېښنا وزیر وايي، چې د افغانستان د برېښنا په برخه کې پانګونه د خصوصي سکتور لپاره د ګټې ښه فرصتونه برابرولی شي.

دغې غونډې ته د '۷۷' خصوصي شرکت رئیس سلیمان سیلو چې د کجکي د بند د دویم فاز د جوړولو مسؤولیت په غاړه لري، وویل، دغه پروژه به تر راتلونکو دوو کلونو بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ښاغلي سیلو وویل، د دغې پروژې په بشپړیدو سره به د بریښنا د تولید تر څنګ د زمینداور په ځمکو کې د اوبو کانالونه هم جوړ کړي، چې د دغې سیمې له د کرنې په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون راولي.