BBC
 شاته

افغانستان کې د پولیو ضد بیړنیو عملیاتو مرکز جوړولو چارې پیل شوې

Image copyright MoPH
Image caption دا مرکز د مایکروسافټ شرکت د بنسټګر بیل ګېټس په مالي مرسته په کابل کې جوړېږي.

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي؛ د ماشومانو د پولیو (ګوزڼ) لمنځه وړلو لپاره د بیړنیو عملیاتو یو مرکز جوړولو کار د مایکرو سافټ شرکت بنسټګر بېل ګیټس بنسټ په مالي مرسته په کابل ښار کې پیل شو.

افغانستان نړۍ کې له دوو هېوادونو یو دی چې لا هم پکې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه لمنځه تللې نه ده. ددې ناروغۍ محوه کولو لپاره هر کال دې هېواد کې څو ځله د واکسیناسیون کمپاین پلی کېږي.

د افغانستان د روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز خبریالانو ته وویل، له دې ناروغۍ سره مبارزه ددې هېواد د دولت لومړیتوب دی او د بیړنیو عملیاتو مرکز هم په دې برخه کې د پرمختګ لپاره جوړېږي.

ښاغلي فېروز وویل، سږکال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوي چې څلور یې په ختیځ ولایت کونړ، پنځم یې په جګړه ځپلي سوېلي ولایت هلمند او شپږمه پېښه یې په کندهار کې ثبت شوې ده.

تېر کال پر ګوزڼ د اخته شویو ماشومانو شمېره ۲۰ ته رسېده او تر هغې وړاندې په منځني ډول دا شمېره ۲۵ وه چې تر ډېره له سوېلي او ختیځو سیمو کې یې راپور ورکول کېده.

Image copyright AFP

د افغانستان د روغتیا وزیر ټینګار وکړ چې دې هېواد کې پر دې ناروغۍ د اخته کېدو پېښې هم د شمېرې او له جغرافیایي پلوه "محدود" شوې دي.

هغه زیاته کړه، نوی مرکز د مایکروسافټ شرکت د بنسټګر بېل او ملېنډا ګېټس په مالي مرسته کابل کې د ماشومانو روغتون څنګ ته جوړېږي او په راتلونکې کې به نورو برخو ته په بیړني توګه د ځواب ویلو لپاره هم ترې ګټه پورته شي.

په وروستیو کلونو کې افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ لمنځه وړلو لپاره هڅې ډېرې شوې دي او پر څلورو سراسري کمپاینونو سربېره، څو سیمه ییز کمپاینونه هم ترسره کېږي او همداراز د واکسیناسیون په مرکزونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین تل موجود وي.

د طالبانو واکمنۍ تر پرځېدو وروسته د افغانستان دولت ددې ناروغۍ د جرړو ویستلو لپاره ۲۰۱۳ کال په پام کې ونیوه، خو له هغې نېټې دا دی درې کاله تېرېږي، خو دا هېواد لا هم له ګوزڼ خلاص هېواد نه دی اعلان شوي.