د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک ومړ
د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک د ۹۱ کالو په عمر نن سې شنبه قاهره کې په روغتون کې ومړ. ښاغلی مبارک په ۲۰۱۱ کال کې د مصر په لر او بر کې د څه باندې دوه اونیو لاریونونو په پایله کې له واکه ګوښه شو او د هېواد چارې یې پوځي شورا ته وسپاره. دی نږدې ۳۰ کاله د مصر ولسمشر و.
محمد حسني مبارک په روغتون کې د جراحي عملیاتو نه وروسته خپل ژوند بایللی دی. هغه په دې ورستیو کې په یوه نظامي روغتون کې بستري شوی و.
د نوموړي مړینه نن سهار مهال د مصر دولتي تلویزیون تایید کړه. له هغې وړاندې د "الوطن" ویب پاڼې خبر ورکړی و چې نوموړی په روغتون کې وفات شوی دی.
د روان کال په جنورۍ میاشت په ورستیو کې ښاغلی مبارک د جراحي عملیاتو لپاره په روغتون کې بستري شو.
څلور ورځې وړاندې د نوموړي زوی علاء مبارک ویلي و چې د نوموړي جدي درملنه روانه ده.
د حسني مبارک ژوند لیک:
د ۱۹۸۱ کال د اوکتوبر ۶ مه نېټه مصر د اسراييلو پر ضد د ۱۹۷۳ کال خپل جنګ بری لمانځه. ولسمشر انور السادات له جګ پوړيو دولتي چارواکيو او بهرنيو مېلمنو سره د يو پوځي پرېډ کتلو مراسمو ته ورغلی و. د پرېډ څو تنه سرتېريو چې له (الجماعة الاسلاميه) ډلې سره يې تړاو درلود، پر ولسمشر انور السادات بريد وکړ، چې ورسره د بري لمانځنې دغه مراسم مصر ته په ماتم واوښتل. د سادات د مرګ اعلان په هماغه ورځ د وخت مرستيال ولسمشر حسني مبارک وکړ.
خو څه د پاسه يوه اوونۍ وروسته د اوکتوبر په ۱۴ مه د مصر پارلمان حسني مبارک چې په ۱۹۷۵ کې سادات خپل مرستیال ټاکلی و، د دغه هېواد ولسمشر وټاکه.
دی د مصر څلورم ولسمشر و. حسني مبارک په ۱۹مه پېړۍ کې د محمد علي له واکمنۍ راهيسې د مصر تر ټولو اوږدمهاله واکمن پاتې شوی دی.
دی چې په يو خورا سخت وخت کې واک ته ورسېد، ډېرو د دې اټکل نه کاوه چې چارې دې کنټرول کړای شي او دومره اوږده موده دې په واک کې پاتې شي.
د مصر په قانون کې بايد حکومت د ازادو ټاکنو له مخې واک ته ورسېږي، خو هغه رايه ورکونه چې د حسني مبارک د واکمنۍ په مهال شوې، استفتاء يا نظرپوښتنه بلل کېده، او تل ښاغلي مبارک په ګټه شوې دي.
ولسمشر مبارک له ۱۹۸۱ کال راهيسې د خپلې واکمنۍ په اړه درې ځله دغه ډول (نظر پوښتنې ) ترسره کړې دي. په ۲۰۰۵ کال کې چې دی د خپل عمر ۷۷ کلنۍ ته رسېدلی و، د مصر په ولسمشرۍ ټاکنو کې پنځم ځل هم پر خپله څوکۍ پاتې شو.
خو دا ځل د يو نوي ټاکنیز سېسټم له مخې لومړۍ ټاکنې وې چې څو کانديدانو په کې سره سيالي کولی شوه. په مخکينيو پړاوونو کې به مصريانو يوازې يوه کانديد ته د (هو) يا (نه) رايه ورکوله، چې د پارلمان له خوا به پېژندل کېده.
په مصر کې يوازينی مخالف ګوند چې پراخ ولسي ملاتړ لري، د "اخوان المسلمين" ډله ده.
خو پر دغې ډلې د ولسمشر جمال ناصر له واکمنۍ راهيسې د سياسي فعاليت بنديز لګېدلی دی. د ولسمشر مبارک د واکمنۍ په مهال هم دغه بنديز پاتې و.
د دغې اوږدې مودې واکمنۍ ريښتيی لامل بيړنی حالت بلل کېږي چې د انور السادات د مرګ او هم ورپسې سياسي ناراميو له امله په مصر کې پلی شوی دی.
ولسمشر مبارک له لومړيو هڅه کوله چې د خپل سلف انور سادات پر پل پل کېږدي او د هغه د سياسي ميراث تر ټولو مهم اړخ نه کار واخلي چې له اسراييلو سره د سولې بهير و.
که څه هم د دغې ډول تګلارې خپلولو په نړيوال دريځ کې د څرګندېدو لار ورته پرانيسته خو، په کور دننه د توندلارو اسلامي ډلو له خوا د زورزياتي له ګواښ سره مخامخ و.
په ۲۰۰۵ کال کې چې په افريقايي سرمشريزه کې د ګډون لپاره "اديس بابا" ته تللی و، د وژنې هڅه يې وشوه. له اديس بابا نه په راستنېدو ولسمشر مبارک په قاهره کې خبريالانو ته وويل هغوی چې ترهګرو ته پنا ورکوي، بيه به يې ګرانه ورته پرېوزي.
په ۱۹۹۰ کلونوکې په مصر کې د توندلاريو ډلو وسله وال فعاليتونه زيات شول. د پوليسو پر مرکزونو او هم په لرغونيو ځايونو کې پر بهرنيو سيلانيانو مرګوني بريدونه وشول.
تر ټولو خطرناک بريد د ۱۹۹۷ کال په نومبر کې و، چې وسله والو په کې د مصر په جنوب د الاقصر په حتشپسوت معبد کې پر سيلانيانو ډزې وکړې او څه د پاسه شپېته بهرنيان يې ووژل. دا په مصر کې د سيلانۍ غوړېدلې برخې ته يو ستر ګوزار و.
ولسمشر مبارک د ازاد اقتصاد پلوی و، حکومت يې د اقتصادي اصلاحاتو ژمنې کولې. خو مصر بيا هم د بې کارۍ له زياتوالي او هم د ژوند ټيتې کچې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
د ولسمشر په توګه په خپله پنځمه دوره کې محمد حسني مبارک په کوردننه د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو لپاره له مخ په زياتېدونکي فشار سره مخامخ شو. دې فشارونو هغه وخت زور واخست چې په ۲۰۱۰ کال کې پارلماني ټاکنې وشوې او په پایله ې یې د ده ګوند ( ملي ګوند) له نوي سلنه زیاتې څوکۍ خپلې کړې.
له دې وروسته ډراماتیک بدلونونو رامنځته شول او د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ میاشتې پر ۲۵ مه د مصر په لر او بر کې پراخ لاریونونو پيل شول. درې ورځې وروسته یانې د جنورۍ پر ۲۸ مه لاریونونه خپل اوج ته ورسېدل او دا ورځ چې د جمعې ورځ وه ( د غوسې جمعه ) ونومول شوه. د دې ورځې په پایله کې پر ګرځېدو بندیز ولګول شو او پوځ ته د هېواد امنیت وسپارل شو.
د همدې ورځې په ماښام ولسمشر مبارک تلویزیوني وینا وکړه او حکومت یې منحل کړ. یوه ورځ وروسته یې هغې غوښتنې ته غاړه کېښوده چې د درې لسېزو واکمنۍ پرمهال یې نه منله، دا غوښتنه د مرستیال ولسمشر ټاکل و. مبارک د استخباراتو مشر تورن جنرال عمر سلیمان د خپل مرستیال په توګه وټاکه او نوی حکومت یې رامنځت کړ.
دې هر څه لاریون کوونکي آرام نه کړل، خو ولسمشر یې غوښتنې هم نه منلې. پايله کې د فبرورۍ پر ۱۱ مه مرستیال ولسمشر اعلان وکړ چې حسني مبارک له واکه ګوښه شو او د هېواد چارې یې پوځي شورا ته وسپارلې.
دوه میاشتې وروسته د لاریون کوونکو د وژنې او د ملي شتمنیو پر لوټ تورن شو او د ده د وه زامنو او د کورنیو چارو د وزیر حبیب العادلي د ده د شپږو نږدې کسانو د محاکمې بهیر یې پیل شو.