شاته

امریکایي سناتورانو د پاکستان په دوه گوني چلند انتقاد وکړ

یو امریکایي مقام ویلي دي چې پاکستان دوه انتخابه لري: د سخت دریزو پر وړاندې اقدام او یا هم نړیواله انزوا.

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې د پنجشنبې په ورځ د سپتامبر په ١٥ د افغانستان په وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د پالیسو د څیړنې په هکله یوه استماعیۀ جوړه کړه.

ددې کمیټې رئیس سناتور باب کورکر د غونډې په پیل کې د سیمې په ثبات کې د پاکستان رول ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دې هیواد تل د امریکا په وړاندې دوه ډوله چلند درلودلی دی.

سناتور کورکر زیاته کړه چې اسلام آباد د امریکا د گټو پر وړاندې ولاړ دی او د طالبانو سره د سولې بهر یې له گواښ سره مخامخ کړی دی.

ښاغلي کورکر وویل "پاکستان د (سولې) په بهیر کې دوه گوني چلند ته ادامه ورکوي او یقیناً چې پاکستان زمونږ (امریکا) د گټو پر ضد د حقاني شبکې څخه د ملاتړ له لارې عمل کوي".

د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس نورو غړو چې په دې غونډه کې یې گډون درلود د پاکستان په چلند یې سخت انتقادونه وکړل او خبرداری یې ورکړ چې ددې هیواد سره د امریکا د مرستو لپاره کوم موجه دلیل نشته.

په دې غونډه د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي ریچارد اولسن په سیمه کې د پاکستان موقعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې اسلام آباد دوه انتخابه لري: د افراطیانو پر ضد اقدام او یا نړیواله انزوا.

ښاغلي اولسن وویل "ما تل باور درلودلی چې پاکستان په یو ستراتیژیک موقعیت کې دی او کولای شي یا د هغو سخت دریځو په وړاندې چې په دې هیواد کې امن پناه ځایونه لري او گاونډي هیوادونه گواښوي په وړاندې یې اقدام وکړي او یا په دې ستونزې باندې سترگو پټولو ته دوام ورکړي".

ښاغلي اولسن وویل د ترهگرو په خلاف د پاکستان د اقدام په صورت کې به په سیمه کې ثبات تامین شي، او اسلام آباد اړیکې به له واشنگټن او گاونډیانو سره ښې شي.

افغان او امریکایي مقاماتو له اوږدې مودې راهیسې د هغه هیواد پوځ او استخباراتي اداره، آی اس آی، په دې تورنه کړې چې طالبانو ته یې پناه ورکړې او هغوی تمویلوي.

خو پاکستاني مقاماتو تل دغه ډول نیوکې بې ځایه گڼلې دي او ویلي یې دي چې پاکستان پخپله د ترهگرۍ قرباني دی.