شاته

افغانستان کې د وروستیو سیاسي لانجو په اړه د ناټو خبرداری

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو د نهايي نتایجو د اعلان او د لوړې د مراسمو لپاره د غني او عبدالله د تیاریو له نیولو وروسته، ناټو د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د مذاکرې په ترسره کولو ټینګار کړی.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې، د دوشنبې په ورځ د فبروري په ۲۴مه (کب پنځمه) ویلي، چې په اوس وخت کې د سیاسي رهبرانو لپاره جوړجاړی او مذاکرات اړین دي.

ښاغلي کې له ټولو اړخونو څخه غوښتي، چې د سولې بهیر او ملي یووالي ته لومړیتوب ورکړي.

د ناټو ملکي استازي په خپل ټویټر کې لیکلي: "ناټو د یوه اړخ له اقداماتو څخه، چې کړکېچ او د تاوتریخوالي د ګواښ لامل شي، ملاتړ نه کوي".

په عین وخت کې د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني له یو شمېر قومي مشرانو سره په ارګ کې د لیدنې پر مهال ویلي، چې ټول افغان مسولیت لری ترڅو شخصي مسایل شاته پرېږدي او سولې ته رسېدو لپاره یو موټی شي.

د ارګ په بیان کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي: "د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مې لارښوونه کړې، چې د اعتراضونو او لاریونونو پر ضد د قوې د استعمالولو اجازه نه لري، ځکه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ ملي پانګه ده او باید په کوچنیو سیاستونو او اختلافاتو کې ښکیل نشي".

ښاغلي غني ټینګار کړی، چې له څلوېښت کلن بحران څخه د وتلو لپاره افغانان یو "متحد، منسجم او ملي" ټیم ته اړتیا لري.

ناټو دا خبرداری وروسته له هغې ورکړی چې ارګ او د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې د لوړې د مراسمو د ترسره کولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له شاوخوا پنځه میاشتې ځنډ وروسته تېره اونۍ د جمهوري ریاست انتخاباتو نتایج اعلان اومحمداشرف غني یې د دغو انتخاباتو ګټونکی وباله.

عبدالله عبدالله د انتخاباتو نتایج ونه منل او د یو ټول شموله حکومت د جوړولو اعلان یې وکړ. نوموړي تر اوسه د درېیو ولایتونو لپاره خپل نوي والیان معرفي کړي دي.

ارګ په دې اړه هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی، خو د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې ویلي، چې په ۳۴ ولایتونو کې د افغان حکومت والیان خپل کار ته دوام ورکوي.