د غني د لوړې مراسمو ته چمتووالی؛ خو عبدالله یو بل والي هم وټاکه
د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو جوړولو ته د یوه فرمان له لارې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی. د دغه حکم له مخې د لوړې د مراسمو د جوړولو کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د دغو مراسمو لپاره ټول امنيتي تدابیر او تشریفات په راتلونکو پنځو ورځو کې بشپړ کړي.
د پروان دولايتي شورا مشر او د لوړې د مراسمو د جوړولو کمېسیون مشر غلام بهاالدين جيلاني بي بي سي ته ویلي لومړني چمتووالي نيول شوي او ښايي د ولسمشر د لوړې مراسم د کب پر اتمه، یعنی د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ جوړ شي.
په ورته مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم شمالي جوزجان ولایت ته خپل والي معرفي کړی. د دغې ټاکنډلې کسانو د جوزجان د ولايتي شورا غړی عبدالحی حیات د دغه ولایت د والي په توګه معرفي کړی.
خو د سیمه ييزو ارګانونو اداره وايي د دوی ټول واليان په خپلو ادارو کې پر کارونو بوخت دي.
په ورته وخت کې د ثبات او همګرایۍ ټاکنډلې غړي او د جنبش ګوند ویاند بشیراحمد تینج بي بي سي ته وویل که د دوی غوښتنې ومنل شي خپلو خلکو ته قناعت ورکولی شي. د ده په ټکو، خلکو بدلون ته رایه ورکړې وه او غواړي دا بدلون وويني.
عبدالحی حیات د جنرال عبدالرشید دوستم نژدې کس دی. ښاغلی دوستم په ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټاکنډلې ملاتړی و.
د عبدالله عبدالله پلویانو پرون محمد نور رحماني د سرپل د والي په توګه معرفي کړی و. د پنجشیر والي هم ویلي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د هغه په ټکو د "ټولشموله دولت" ملاتړ کوي.
خو د سیمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې دغو ګمارنو ته په غبرګون کې ویلي په ۳۴ ولایتونو کې واليان په خپلو دفترونو کې په کارونو بوخت دي. د دغې ادارې ویاند سیدشاه سقیم وايي په سرپل کې د رامنځته شوې ستونزې د حل لټه کوي.
د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلو له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې. په ځینو ولایتونو کې يې تود هرکلی وشو خو په ځینو نورو کې د عبدالله عبدالله د هغه دريځ ملاتړ وشو چې دغه پایلې یې ونه منلې.
- یوناما او ناټو د عبدالله له لوري د والي پر ټاکلو اندېښنه ښودلې
- افغان سیاستوال: ګډ حکومت دې جوړ شي، د ټاکنو د پایلو اعلان د اساسي قانون خلاف دی
- افغان سوله؛ یوناما د دایمي اوربند لپاره د یو موټی کېدو غوښتنه کړې
د عبدالله عبدالله د ټاکنډلې لخوا د سرپل د والي له معرفي کولو څو ساعته وورسته په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما او په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي پر دغه اقدام خواشيني وښوده او ويې ویل چې په داسې وخت کې چې د تاوتريخوالي د کمولو هڅې روانې دي د زور او نورو ناقانونه لارو کارول د سولې لپاره د خلکو هیلې کموي.