کرېکټ: پېښور زلمي کراچۍ لوبډلې ته وبايلله
د پاکستان کرېکټ سوپرليګ سياليو دويمه لوبه د پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز لوبډلو تر منځ د کراچۍ په لوبغالي کې وشوه چې کراچي کېنګز په ۱۰ منډو وګټله.
د پېښور زلمي لوبډلمشر ډرن سمي د پچې له ګټلو سره مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. کراچۍ کېنګز په ټاکلو شلو اورونو کې يوازې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۱ منډې وکړې.
کراچۍ ښه لوبه پيل کړه، لومړی توپ وهونکي بابر اعظم يې په ۷۸ منډو د ټام بنټن او حیدر علي له خوا رن اوټ شو. د ده ترڅنګ عماد وسيم په ۳۰ توپونو۵۰، او کمېرون ډېلپورټ په ۱۶ توپونو ۲۰ منډې وکړې.
- د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ پنځم پړاو سيالۍ پيل شوې
- هندي کمپنۍ نور د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ او سندرې نه خپروي
- د وېسټ انډیز کرېکټ ستوری پېښور ته ځي
د پېښور زلمي توپ اچوونکي ښه و نه ځلېدل، يوازې حسن علي دوې او محمد محسن يوه وېکټه واخيسته.
د توپ وهنې په برخه کې د پېښور لپاره د انګلنډ ليم لېونګسټن ۵۴، کامران اکمل ۴۳ او د وېسټ انډيز ډرن سمي ۳۰ منډې وکړې.
د پاکستان په دې لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په کې د پېښور زلمي، اسلام آباد یونائټېد، کوټه ګلډي ایټرز، ملتان سلطان، کراچي کېنګز او لاهور قلندرز په نامه لوبډلې شاملې دي.
د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ سيالۍ چې په ۲۰۱۶ کال په دوبۍ کې پيل شوې دا ځل د پاکستان په څلورو ښارونو کې ترسه کېږي. د تېرو پړاونو سياليو کې پاېلوبې کراچۍ او لاهور ښارونو کې شوې وې خو دا لومړی ځل دی چې ټولې لوبې په پاکستان کې کېږي.