شاته

حقاني: امریکا کولی شي د سولې د تړون وروسته خپلې مرستې جاري وساتي

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ فبروری ۲۰ (کب ١) د طالبانو د ډلې د مرستیال سراج الدین حقاني له خولې لیکلي چې طالبان د سولې د پریکړه لیک ټولو تعهداتو ته ژمن دي.

حقاني چې پخپله د انتحاري بریدونه په مشرۍ او د بلواګرو په روزلو تورن دی ویلي: "دغه اوږدې جګړې کې ټولو قرباني ورکړې ... ټول نور له جګړې ستړي دي. هغه زیاته کړې چې د تاوتریخوالي د کمولو په مودې کې به خپلو وعدو ته په ژمن پاتې کیدو سره د یو او بل ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کړو او حتی کولی شو له همدغه ځایه یو بل سره په ګډه کار کولو بنسټ کیږدو. "

حقاني زیاته کړه: "وطنوال به مې ډیر ژر د دغې تاریخي توافقنامې شاهدان اوسي. افغانان به د دغې توافقنامې وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو شاهدان اوسي. "

حقاني باندې همداراز بل تور د پاکستان د څارګرو ادارو سره د نږدې اړیکو درلودلو دی، خو پاکستان بیا له حقاني یا د حقاني شبکې سره هر ډول اړیکه ردوي.

دا خبر په داسې وخت کې خپریږي چې امریکايي چارواکي او طالبان په دې وروستیو کې د ۷ ورځو لپاره په تاوتریخوالي کې د کموالي راوستلو باندې رضا شوي دي. ټاکل شوې چې ددغې امتحاني دورې وروسته به د دواړو غاړو ترمنځ د سولې هوکړه لیک امضا شي او یبا بین الافغاني مذاکرات پیل شي .

د طالبانو سربیره، ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "مونږ له یوې مودې راهیسې له طالبانو سره په خبرو بوخت یو، وبه ګورو چې څه کیږي. له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو بیرته راوستلو او د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکي کیښودلو وخت رسیدلی دی. "

د امریکا حکومت په کال ۲۰۰۸ کې د سراج الدین حقاني پر سر په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو خلاف د بریدونو په تور د ۱۰ میلیون ډالرو جایزه ټاکلې وه چې لا هم پر خپل ځای ده.