کندهار کې د ۳۰ ځوانانو ډله ييز واده وشو
-
BBC
د افغانستان په جنوبي ولايت کندهار کې د سېلاب خيريه بنسټ له خوا د ۳۰ تنو ډله ييز واده وشو.
-
BBC
د سېلاب خيريه بنسټ مشر سيد احمد سېلاب وايي په دغه ځوانانو کې ګڼ داسې کسان و چې د واده درنو لګښتونو ته يې اوږده نشوی ورکولی
-
BBC
د دغو ځوانانو کورنۍ وايي ناوړه دودونو، درنو لګښتونو او بې روزګارۍ دوی اړ کړی وو چې غوښتل شوې نجلۍ د څو کلونو لپاره پر کور کښېنوي.
-
BBC
تر دې وړاندې هم د افغانستان په ځينو برخو کې دې ته ورته ډله ييز ودونه شوې وو
-
BBC
د دغه ۳۰ تنو ځوانانو سره د خوراکي او نورو توکيو مرسته هم وشوه.
-
BBC
د دې مراسمو جوړونکي وايي، افغانستان کې د ولور کچه لوړه ده، ډېری کورنۍ اقتصادي ستونزې لري او ځوانان نشي کولی چې پر وخت واده وکړي
-
BBC
کندهار کې د ځوانانو ډله ييز واده