شاته

افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو په اړه غبرګونونه

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته په کور دننه د بېلابېلو لورو غبرګونونه!

د جنبش اسلامي ګوند مشر او د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مخکښ غړی عبدالرشید دوستم وايي د عبدالله عبدالله له هغه دریځه چې ډېر ژر به ټول‌شموله حکومت اعلان کړي، ملاتړ کوي.

نوموړي چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۳۰» په شمالي ولایت جوزجان کې یوې ولسي غونډې ته خبرې کولې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تورن کړ چې د فساد په پایله کې يې "دولت جوړوونکې" ټاکنیزه ډله بریالۍ اعلان کړه.

عبدالرشید دوستم
عبدالرشید دوستم

هغه زیاته کړه: "موږ د ډاکتر عبدالله د تېرې شپې له اعلانه د خپل سر په بدل دفاع او ملاتړ کوو او د ټاکنو د کمېسیون د پایلو اعلان چې له درغلۍ ډک او ټاکنیزه کودتا ده موږ ته د منلو وړ نه‌دی."

عبدالرشید دوستم په دې غونډه کې وویل چې دوی تیار دي چې د بېلابېلو په ځانګړي ډول شمالي ولایتونو لپاره خپل والیان معرفي کړي.

تېره ورځ ناوخته د ولسمشرۍ د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته چې له مخې يې د "دولت جوړونکي" ټاکنیز ټیم مشر محمد اشرف غني د دوهم ځل لپاره ولسمشر اعلان شو د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله د دغه پایلو د نه‌منلو اعلان وکړ او ویې‌ویل چې دی د دغه ټاکنو ګټونکی دی او ډېر ژر به یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د "امنیت او عدالت" ټاکنیزې ډلې مشر رحمت‌الله نبیل په یوه خبري غونډه کې وویل، د دوی ټیم د ټاکنو بهیر باطل ګڼي، خو ښاغلي نبیل د هر ډول موازي حکومت رامنځته کول د افغانستان په خیر ونه‌باله.

هغه زیاته کړه: " د درغلۍ په پایله کې هر ډول رامنځته شوی حکومت د افغانستان په خیر نه‌دی، ځکه دا چاره افغانستان بحران ته وړي، موږ دا پرېکړه مردوده ګڼو او هر ډول حکومت چې د دوی په غبرګون کې جوړېږي موږ هغه هم د افغانستان په خیر نه‌بولو، دا د حل لاره نه‌ده چې موږ هر ولایت ته خپل والیان معرفي کړو او هر ولایت مو دوه درې والیان ولري، دا سمه نه‌ده، راځئ چې د خپل حق لپاره مبارزه وکړو او هېواد له اوسني کړکېچه وباسوو."

رحمت‌الله نبیل
رحمت‌الله نبیل

ښاغلي نبیل د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان په افغانستان کې د ولسواکۍ د مړینې ورځ وبلله او ویې‌ویل افغانان غواړي پوه شي چې تقلبي رایې د چا په ګټه کارول شوې دي.

بل‌خوا د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان د قانون ناکام پلي کول بللي او ویلي دي چې په پراخه او سیستماتیکې درغلۍ سره له یوه ټاکنیز ټیم نه ملاتړ شوی دی.

خو د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي چې د ډیموکراسۍ د اصل په توګه باید ټول ټاکنیز ټیمونه د ټاکنو پایلې ومني.

ښاغلي دانش چې د چهارشنبې په ورځ‌يې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل چې اوس‌مهال د ټاکنیزو سیالیو پړاو پای ته رسېدلی او باید ټول اړخونه د دغه سیالیو له امله رامنځته شوي اختلافات پای ته ورسوي او د یوالي لپاره‌یې کار وکړو.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

هغه وویل: "اوس د ټاکنیزو سیالیو وخت پای ته رسېدلی دی، باید د دغه سیالیو له امله رامنځته شوي اختلافات یوې خواته کړو او د یووالي لپاره یو نوی فصل جوړ او دغه‌شان د یو ټول‌شموله ملي حکومت د رامنځته کولو او د افغانستان د جوړولو لپاره هڅې وکړو."

بل‌خوا مخکېني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي هغه پروسه چې د ټاکنو په نوم پر افغانانو وتپل شوه یوه غیر ملي او د ولسواکۍ د اصولو خلاف وه چې د خلکو کم‌رنګه ګډون په‌کې د دغه حقیقت ښکارندوی دی.

مخکېنی افغان ولسمشر حامد کرزی
مخکېنی افغان ولسمشر حامد کرزی

ښاغلي کرزي د ټاکنو د کمېسیون د وروستیو پایلو له اعلان یوه ورځ وروسته د چهارشنبې په ورځ پر خپل فېس‌بوک پاڼه لیکلي، دا ډېره طبیعي ده چې اعلان شوې پایلې ونه‌منل شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ورځ د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان او محمد اشرف غني یې د دغو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی.

د دغه کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د سې شنبې په ورځ ناوخته د وروستۍ پایلو د اعلان په غونډه کې وویل چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رایې ترلاسه کړي او د افغان ولسمشر په توګه اعلان شو.

مېرمن نورستانۍ دغه‌شان وویل چې عبدالله عبدالله د ۳۹،۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو دوهم او ګلبدین حکمتیار د ۳،۸۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په درېیم ځای کې راغلي دي.

د ټاکنو کمېسیون ویلي چې دغه پرېکړې په پوره شفافیت، د نافذه قوانینو په رڼا کې او د خلکو د رایو پر بنسټ دي.

په افغانستان کې ټاکنیزې ناندرۍ نوې نه‌دي او د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې دا جنجالونه دومره اوږده شول چې بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو د هغه وزیر په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت رامنځته شو.