افغانستان ايرلنډ ته په ۷۹ منډو ماته ورکړه
افغان کرېکټ لوبډلې د شمالي ايرلنډ په بلفاسټ کې له ايرلنډ سره د پنځه يو ورځنيو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه په ۷۹ منډو وګټله.
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
افغانستان مقابلې لوبډلې ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه، خو ايرلنډ په دې و نه توانېد چې دغه هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې په ۴۱ اوور کې د ۱۵۰ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
افغان منډه جوړونکو کې راشد ارمان او محمد نبي تر ټولو ښه وځلېدل دوی په ترتيب ۶۰ او ۵۰ منډې جوړې کړې.
راشد ارمان د دغې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، نوموړي ناسوځېدلې ۶۰ منډې جوړې کړې او د مقابلې ډلې څلور لوبغاړي يې وسوځول.
پر دوی سربېره رحمت شاه ۴۸، محمد شهزاد ۲۲، ميرويس اشرف ۱۴، سميع الله شينواري ۱۱ او نور علي ځدراڼ ۱۰ منډې وکړې.
د توپ اچوونې په برخه کې هم رشيد ارمان ښه لوبه وکړه او د ايرلنډ څلور لوبغاړې يې وسوځول. پر ده سربېره رحمت شاه دوه، يمين احمدزي او دولت ځدراڼ يو يوه وېکټه واخيسته.
د ايرلنډ لوبغاړو هم ښه توپ اچوونه وکړه، مک براين او چېس دوې دوې وېکټې واخيستې. خو توپ ووهنه کې بخت ورسره ياري ونه کړه.
د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د پنځو يو ورځنيو لوبو په دغه لړۍ کې افغانستان دوې او ايرلنډ د يوې لوبې په ګټلو توانېدلی دی.
لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې وه، دوهمه افغانستان او درېيمه ايرلنډ ګټلې.
د دغې لړۍ وروستۍ لوبه دې سې شنبې په ورځ ترسره کېږي.