BBC
 شاته

له اقلیمي بدلون سره د نړۍ د شتمن جېف بیزوس ۱۰ میلیارد ډالري مرسته

د امریکايي انلاین پېر او پلور مشهور شرکت امازون مشر جیف بېزوس د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکايي انلاین پېر او پلور مشهور شرکت امازون مشر جیف بېزوس

د امازون شرکت رییس جېف بیزوس چې د ۱۳۰ میلیاردو ډالرو په درلودو سره د نړۍ لومړی شتمن دی وايي، سږکال دوبی به لس میلیارده ډالره د ځمکې د ګرمېدو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په پار ولګوي. دا د نوموړي په لویه کچه تر ټولو زیات لومړی خیریه کار دی. پر ښاغلي بیزوس انساني چارو کې د کمې ونډې اخیستو له کبله نیوکه وه.

نوموړي دوشنبه (د فبروري په ۱۷مه) په خپل یوه انسټاګرامي پوست کې ویلي وو، چې دا پیسې به د هغو پوهانو، فعالانو او هغو ډلو چې د ځمکې د ګرمېدو پر وړاندې هڅې کوي؛ پر فعالیتونو ولګوي:

"غواړم له اوسنيو پرمختګونو سره مرسته وکړم، همدارنګه هڅه کوم چې د ځمکې د ګرمېدو پر وړاندې یوه نوې لار ومومم."

د اقتصاد په برخه کې د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ښاغلي بیزوس شتمني شاوخوا ۱۳۰ میلیارده ډالره ده. د ځمکې د ګرمېدو په برخه کې د ده ۱۰ میلیارده مرسته د انسان دوستۍ برخه جوړوي.

د امازون شرکت یو شمېر کارکوونکو څو ځله له خپل رییسه غوښتي وو چې د ځمکې د ګرمېدو پر وړاندې فعالیتونو کې ډېره برخه واخلي. د دوی له ډېرو هڅو سره- سره د ښاغلي بیزوس پام دې مرستې ته واوښت.

Image caption جېف بیزوس لیکلي: "د ځمکې ګرمېدل ټولې کُرې ته ګواښ دی. غواړم له دې ګواښ سره د مقابلې لپاره نوې لارې ومومم او مرسته یې وکړم. "

همدارنګه، د نوموړي پر فضايي پروګرام "بلو اورېجین" نیوکه هم شوې. دا پروګرام د ګلخانه یې ګازونو پر تولیدولو تورن شوی.

ښاغلي بیزوس له دې مخکې په ۲۰۱۸ کال کې ۲ میلیارده ډالره د ښوونځیو د ښه والي په برخه کې او همدارنګه د بې کوره خلکو سره مرسته کړې وه.

امازون چې مرکزي دفتر یې د امریکا په شمال لوېدیځ سیاټل ایالت کې دی او همدارنګه د یوه بل نړیوال شرکت "مایکروسافټ" ګاونډ کې پروت دی. دوی د همدې کال په جنوري کې اعلان کړی و چې تر ۲۰۳۰ کال به د کاربون تولید ودروي او په داسې یوه شرکت بدل شي چې له کاربون څخه پاک وي.

جېف بیزوس د دوشنبې په ورځ (د فبروري په ۱۷مه) پر انسټاګرام لیکلي:

"د ځمکې ګرمېدل ټولې کُرې ته ګواښ دی. غواړم له دې ګواښ سره د مقابلې لپاره نوې لارې ومومم او مرسته یې وکړم. دا بنسټ د پوهانو، فعالانو او خلکو لپاره جوړ شوی چې د هرې راتلونکې پېښې چې په هغه کې طبیعت خوندي کېږي، مرسته وکړي."

"موږ کولی شو ځمکه خوندي کړو، دا د ټولو اړتیا ده چې هره وړه او لویه اقتصادي ډله، دولتونه، نړیوال بنسټونه او خلکو پورې تړلې دي. دا لس میلیارده مرسته به د سږ له دوبي پیل شي، ځمکه هغه څه ده چې ټول په کې ګډون لرو، زه یې خوندي کېدو ته ژمن یم، راځئ په ګډه یې خوندي کړو."

په اوس وخت کې د امازون شرکت په انټرنېټ کې د لویې ونډې درلودونکی دی او تېر کال یې ۲۳۲ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه ډالر پلور درلود.