BBC
 شاته

پاکستان کې افغان ځوانان: "که ځانمرګی برید وشي، شک يې په موږ کېږي"

اسلام اباد کې ځینې افغان ځوانان

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نژدې ۴۶ لکه افغانان له خپل هېواده بهر ژوند کوي. د دوی له ډلې ۱۴ لکه يې يوازې په پاکستان کې مېشت دي چې اوس مهال يې په دغه هېواد کې درېيم نسل په لویېدو دی.

د دوشنبې په ورځ (۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸) د اسلام اباد په یوه نړيواله غونډه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې د څلوېښت کلنۍ په پوره کېدو او د دوی د ژوند په اړه بحث وشو. په دغه کنفرانس کې په دې هم خبرې وشوې چې افغان کډوال څنګه پر ځان بسیا او خپل حقونه ترلاسه کړای شي.

خو اسلام اباد کې افغانان په دې اړه څه فکر کوي؟

بي بي سي په دې اړه په اسلام اباد کې ځينې مېشت داسې ځوانان غږولي چې څلوېښت کله مخکې يې کورنۍ له افغانستانه پاکستان ته کډه شوې.

دیبه عزيزي وايي: "زه د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې زېږېدلې يم. چې ځوانېدم ځان افغان نه راته ښکارېده. کله مې چې کورنۍ اسلام اباد ته راغله نو تر پنځو کلونو ما ته په ښوونځي کې د شاملېدو حق نه راکول کېده. په سرکاري یا دولتي ښوونځيو کې پر افغان کډوالو ځينې بندیزونه وو او یو شمېر کارونه موږ نشول کولی. نو له ګڼو ستونزو سره مخ شوم، ځکه مې ښوونځی هم ځنډ پېل کړ."

"له دې هر څه ګاللو وروسته مې خپل ځان وپېژانده چې زه څوک یم؟ اوس چې کله هم د پاکستان او افغانستان تر منځ اړيکې خراپې شي نو زور يې له موږ وځي."

Image caption دیبه عزیزي

"ما تر ننه د پاکستانیانو او افغانانو تر منځ کوم توپير نه دی لیدلی. زما هیله ده چې موږ ته دې څوک د ترهګر په سترګه نه ګوري. موږ ترهګر نه یو. چې کله هم کوم ځانمرګی برید کېږي، خلک ولې موږ ته د شک په سترګه ګوري؟ موږ هغه کډوال یو چې که سوله راشي، بېرته خپل وطن ته ځو. هیله من یو، په افغانستان کې سوله راشي چې موږ بېرته خپل هېواد ته لاړ شو او هلته هوسا ژوند وکړو."

عبدالرحمن:

"زه د پېښور یم او په اسلام اباد کې زدکړې کوم."

"چې کله هم کومه ترهګريزه پېښه وشي نو د افغان کډوالو نوم ورپورې تړل کېږي. پر موږ د داسې پېښو اغېز بېلا بېل وي. تر داسې چاودنې یا برید وروسته چې کالج یا ښوونځي ته لاړ شو نو خپل ټولګیوال په قهرجن نظر راګوري. داسې، ته به وایې هغه بريد موږ کړی دی."

"تر دې پرته، کله چې کومې ادارې ته ځو، یا کوم ځای ځان شاملول غواړو نو چې د شناختي کارت پر ځای د کډوالو کارت وروښيو، بيخي يې چلند بدل شي. دوی بیا موږ سره هغسې چلند او مرسته نه کوي لکه له نورو عامو ښاریانو سره يې چې کوي."

Image caption عبدالرحمن

نعمت الله:

"زه د کوهاټ یم. ځينې خلک پښتنو سره توپيري چلند کوي. زه چې کله چا سره په پښتو خبرې پېل کړم نو داسې ځير ځير راوګوري."

"ټول خلک خو یو ډول نه دي. داسې خلک ډېر تنګ نظره دي. خو له تاسې څه پټه، اوس پخپله ژبه تر خبرو پېلولو مخکې يو ځل ځان سره چورت وهم؛ په ځانګړي ډول هغو خلکو سره د خبرو پر مهال- چې که پوه شي زه افغان یم- نو خپل چلند بدلوي. ځکه چې زه پوهېږم، دوی سره ژر دغه فکر پېدا کېږي چې زه څوک یم او د کوم هېواد یم."

Image caption نعمت الله

صبيره خلیلي:

"زه په پېښور کې د کډوالو په کېمپ کې زېږېدلې یم. اوس په اسلام اباد کې په یوه شپه خونه (ليلیه) کې اوسم خو کورنۍ مې په پېښور کې ده."

"ريښتیا همدا دي چې که د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ښې وي نو زموږ حالت هم ورسره ښه کېږي. زما غوندې نورو خلکو او په ځانګړي ډول نوي کهول ته تر ټولو غټه ستونزه همدا ورپېښه ده چې موږ خپله پېژندګلوي ورکه کړې. له حکومته غواړو چې موږ دې د وسلې په ډول نه کاروي."

Image caption صبیره خلیلي

د یادولو ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د مالوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې د کډوالو لاس‌نیوی کم شوی. همدا راز په ټوله نړۍ، په ځانګړي ډول پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره هم مرستې ډېرې کمې شوې دي.

په ۲۰۱۶ کې له پاکستانه شاوخوا شپږ لکه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږل شول. په دغه کار د بشري حقونو ادارو نيوکې وکړې او په دې اړه يې په تګلارو کې د بدلون راوستلو خبره وکړه.

په ۲۰۱۸ کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اعلان وکړ چې حکومت يې افغان او بنګله ديشي کډوالو ته د تابعیت ورکولو مسالې باندې غور کوي.

دغه اعلان په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره په کېدوونکي چلند کې د بدلون لامل او ډېر وستایل شو خو تر اوسه پر هغې مسالې غور روان دی او عملي څه نه دي تر سترګو شوي.