BBC
 شاته

طالبان: د سولې هوکړه نهايي شوې، څو ورځو کې به لاسلیک شي

سهیل شاهین د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي شاهین د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته ویلي "په دې هکله به دواړه لوري جلا جلا اعلامیې خپروي، چې په هغو کې به د توافقنامې د لاسلیک تاریخ ټاکل شوی وي."

په قطر کې د طالبانو سرچینو بي بي سي ته ویلي، له امریکا سره د سولې په تړاو خبرې پای ته رسېدلې، هوکړه او ټول ملحقات یې نهايي شوي دي.

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي، د هوکړې تر لاسلیکېدو څو ورځې مخکې د خوندي چاپېریال لپاره کار روان دی او د روانې میاشتې تر پایه به هوکړه لاسلیک شي.

ښاغلي شاهین د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته ویلي "په دې هکله به دواړه لوري جلا جلا اعلامیې خپروي، چې په هغو کې به د توافقنامې د لاسلیک تاریخ ټاکل شوی وي."

د ارګ خبرې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، راتلونکو اونیو کې به له طالبانو سره د امریکایانو هوکړه وروستۍ شي.

د انځور حقوق ARG
Image caption په المان کې د مونیخ د امنیتي کنفرانس یوه څنډه

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او دفاع وزیر مارک اسپر له افغان ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي، له طالبانو سره توافق چې احتمالاً به په راتلونکو اونیو کې نهایي شي، مشروطه منځپانګه لري.

د دوی په وینا، د توافقنامې هېڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په غولوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، خو په وینا یې رښتیا دا ده چې هغوی حاضر شول، له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي.

د ارګ په ټکو مایک پمپیو په دې لیدنه کې وویل:"پرېږدئ طالبان چې هر څه وایي، ودې یې وایي. له هره ځایه یې چې یې وایي، ودې یې وایي، اما رښتیا دا دي چې باید هغوی له تروريزم او القاعدې ډلې سره مخه ښه وکړي او له جنګه لاس واخلي. موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي وو، یوو او راتلونکې کې به هم یوو."

د امریکا غبرګون

وړاندې د امريکا يوه جگپوړي چارواکي ويلي و چې په افغانستان کې د اووه ورځني اوربند په اړه د امريکا د متحده ايالاتونو او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې عملي کېدل به ډېر ژر پيل شي او کېداى شي چې د امريکايي پوځيانو وتلو ته لار هواره کړي.

وړاندې، د طالبانو یوې سرچینې چې په خبرو اترو کې یې برخه درلودلې ویلي وو، ټاکل شوې ده دویمه هوکړه د فبرورۍ پر ۲۹ چې د کب لسمه کېږي لاسلیک او بین الافغاني خبرې به د مارچ میاشتې پر لومړۍ چې د کب ۱۱ مه کېږي، پیل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فبرورۍ پر ۱۰مه، قطر کې طالبانو وویل، طالب او امریکايي استازي په دوحه د سولې خبرو پر پایلو او راتلونکو ګامونو غږېدلي.

امریکايي رسنۍ

تېره اونۍ، د 'سي اېن اېن' خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د دوو چارواکو له قوله ویلي وو، امریکا به روانه اونۍ له طالبانو سره جوړجاړي ته د رسېدو اعلان وکړي.

سي اېن اېن او نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ دغه جوړجاړی به د تاتریخوالي د کمولو په اړه وي، چې په رڼا کې به یې د دواړو خواوو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې د دې هوکړې له مخې به طالبان د تاوتریخوالي د پاموړ کمونې ژمنه کوي او له افغانانو سره به د سولې خپلمنځي خبرې پیلوي. امریکا به یې په بدل له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنه کوي.