شاته

زلمی خلیلزاد : افغانان دې د ۴۰ کلنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره یو شي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په افغانانو غږ کړی چې د سولې د راوستلو لپاره دې سره یو شي. ښاغلي خلیلزاد د جرمني د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډې کې یو ځل بیا د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره کتلي دي.

زلمي خلیلزاد د دې ملاقات په هکله په ټویټر کې لیکلي "خوښ یم چې نن مې یو ځل بیا په مونیخ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره وکتل. د تاوتریخوالي د کمیدو په فرصت او د ټول شموله افغان سولې د پروسې د چمتوالي په اهمیت وغږیدو. په ټولو افغانانو غږ کوو چې د دې فرصت نه ګټه واخلي او دې غمیزه دې نوره پای ته ورسوي چې د څلویښتو کالونو نه زیات وخت وشو روانه ده."

دا په همدې اوونۍ کې دویم ځل دی چې خلیلزاد د افغانستان د چارواکو سره د جرمني د مونیخ په ښار کې د امنیتي کنفرانس په څنډه کې ملاقات کوي. خلیلزاد همدارنګه په ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د سولې په هکله د بحث لپاره یې د یو شمیر نورو هیوادونو د چارواکو او استازو سره کتلي دي.

د امریکا دې ځانګړې استازي لیکلي "ټول پدې پوهیږو چې د بریالیتو ضمانت څوک نشي ورکولی خو ټول باید زیار وباسو." زلمي خلیلزاد وایي د ټولو کسانو سره یې چې لیدلي د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ یې کړی.

د امریکا او طالبانو تر منځ د موقتي اوربند ټول جزیات تر دې دمه مطبوعاتو ته په لاس ندي ورغلي خو ځینو امریکايي چارواکو، چې د تړون په جزیاتو خبر دي، ویلي دي چې دا موافقه به د یکشنبې په ورځ (فبروري۱۶) رسماً اعلان شي او د تاوتریخوالي کمېدل به د دوشنبې له ورځې پيل او بیا به په لسو ورځو کې دننه بین الافغاني مذاکرات پيل شي.