شاته

ارګ وايي طالبانو منلې چې له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي

د امریکا د متحده ایالاتو دوه لوړپوړي چارواکي وايي طالبان له جنګ او تاوتریخوالي څخه لاس اخیستلو ته حاضر شوي دي.

ارګ وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو زیر مایک پمپیو ولسمشر غني غني ته ویلي دي چې له طالبانو سره د توافقنامې هیڅ بند بې شرطه نه دی.

د شنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۵مه د ارګ په خپرې اعلامیې کې ویل شوي: "د توافقنامې هیڅ بند بې شرط نه دی او طالبان ممکن په اغوا کوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، اما واقعیت او اصلي موضوع داده چې هغوی حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي."

ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې له طالبانو سره د سولې د توافق په اړه به په راتلونکې کې له افغانانو سره مشورې پيل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو پرون جمعه(فبرورۍ۱۴مه) د جرمني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې له افغان ولسمشر سره لیدنه کې ویلي له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک به چې ټاکل شوې په څو اونیو کې نهايي شي «مشروطه منځپانګه» ولري.

اسوشېټډ پرس اژانس هم تېره ورځ د یو امریکایي چارواکي له خولې خبر ورکړ چې امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي،کمولو په اړه د طالبانو د ۷-ورځني وړاندیز سره موافقه کړې ده چې ژر به عملي شي.

د ارګ د بیان له مخې مایک پمپیو ټینګار کړی چې طالبان له القاعده شبکې سره اړیکې قطعه او له جګړې لاس واخلي.

ښاغلي پمپیو ویلي: "پرېږدئ طالبان چې هر څه وایي، ودې وایي. له هره ځایه یې چې وایي، ودې وایي، اما واقعیت دادی چې باید هغوی له تروریزم او القاعده سره مخه ښه وکړي او له جنګه لاس واخلي، موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي وو، یوو او یوو به."

بلخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي چې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

هغه له ولسمشر غني سره لیدنه کې د ناټو لخوا د افغان سرتېرو د روزنې، مشورې او مرستې ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې ده چې په دې اړه به د ناټو ماموریت په افغانستان کې دوام ولري.

ښاغلي سټولټنبرګ تېره ورځ هم ویلي و چې ناټو او متحدین یې په افغانستان کې د سولې زمینې برابرولو ته ژمن دي او طالبان هم باید د تاوتریخوالي د کمولو او مذاکراتو د پیلولو لپاره خپله اراده او ظرفیت وښيي.

نوموړي ویلي دي که طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په اړه خپله قوي اراده وښيي، ناټو به هم په افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي.