BBC
 شاته

د افغانستان پوهنې وزارت ۵۰ زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، لاهم شاوخوا پنځوس زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا ده. په مرکزي ولایتونو کې دا نیمګړتیا تر څلوېښت سلنې رسېدلې. په غزني ولایت کې نژدې ۳ زره ښوونکي نا مسلکي دي، چې د یو شمېر نورو يې زدکړې لا تر دوولسم ټولګي هم ټیټې دي.