شاته

په افغانستان کې د منظور پښتین په ملاتړ مظاهرې وشوې

د افغانستان په مرکز کابل او ځینو نورو ښارونو کې زرګونو کسانو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیول کېدو پر ضد مظاهرې او احتجاجونه وکړل.

د پاکستان پولیسو د دوشنبې په ورځ (جنوري۲۷) منظور پښتین ونیوه. د دغه غورځنګ مشرانو د هغه د نیول کېدو پر ضد په پاکستان او ټولې نړۍ کې د مظاهرو اعلان وکړ.

په کابل کې مظاهره کوونکي د پاکستان د سفارت مخکې راټول شوي وو او له هغوی یې غوښتل چې منظور پښتین دې ژر تر ژره خوشې کړي. مظاهره کوونکو وویل که د دوی غوښتنې ونه منل شي د پاکستان د سفارت مخې ته به خیمه ودروي.

په جلال اباد او اسد اباد کې هم د منظور پښتین په ملاتړ مظاهرې شوې او د هغه نیول کېدل غندل شوي او د سملاسې خوشې کېدو غوښتنه یې شوې ده.

په کندهار کې هم مظاهرې شوې دي. د کندهار یو مظاهره کوونکي وویل: "منظور پښتین د پښتنو مارتن لوترکینګ دی او د پاکستان ریاست يې باید ژر تر ژره خوشي کړي." مارتر لوتر کېنګ په امریکا کې د مدني حقونو یو مبارز و چې بیا نړیوال شهرت یې ترلاسه کړ.

په خوست، لوګر او بلخ ولایتونو کې هم مظاهرې شوي او د منظور پښتین نیول کېدل په کلکه غندل شوي دي. دغو ټولو مظاهره کوونکو د پاکستان د حکومت پر ضد د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ شعارونه ورکول.

ولسمشر محمد اشرف غني او ځینو نورو افغان سیاستوالو هم د منظور پښتین نیول غندلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې اړه د ولسمشر غني ټویټ د پاکستان په چارو کې لاسونه بللې ده.

د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې هم په دې اړه مظاهرې شوي دي.

منظور پښتین وايي د دوی غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، خو د پاکستان پوځ د غورځنګ ځینې مشران د پوځ پر ضد د خلکو په پارولو تورنوي.