شاته

د انصاف په لټه کې؛ محمد عارف په ۲۰ کیلومتره لیرې ښوونځي کې ښوونکی دی

د "انصاف په لټه کې" دې اوونیزه خپرونه کې اورئ چې د پکتیا ولایت د زرمت له ولسوالۍ نه د محمد عارف په نوم یوه ښوونکي ازادي راډیو ته ویلي چې په داسې یوه ښوونځي کې تدریس کوي چې له کوره‌یې شاوخوا ۲۰ کیلومتره لیرې دی او ډېر وخت‌یې ښوونځي ته په تګ راتګ تېرېږي.

دی وايي څو کاله کېږي له ستونزو سره سره خپلې دندې ته دوام ورکوي او اوس غواړي چې په سیمه کې یوه نږدې ښوونځي ته تبدیل شي.

دی دا هم وايي، ډېره موده کېږي چې اړوندو ادارو ته‌یې د تبدیلۍ عریضې کړي، خو په اړه‌یې اجرآات نه‌دي شوي.

دغه ستونزه مو د پکتیا ولایت د پوهنې له رئیس سره شریکه کړې ده.

لومړی به د محمد عارف ښوونکي او ورپسې به د پکتیا ولایت د پوهنې د رئیس ښاغلي کوچي ځاځي خبرې واورئ.

د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

مستقیم لېنک