BBC
 شاته

بلخ کې شپږ ښځې او یو ماشوم وژل شوي

د افغانستان شمال بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې تېره شپه د یوه کور اوه غړي وژل شوي چې شپږ پکې ښځې او یو ماشوم دی. په سیمه کې عملیات روان دي. د وژل شویو د کورنۍ یوه غړي بي بي سي ته وویل، بېګا الوتکې راغلې او بمبار یې وکړ. د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، په دې اړه څه نه شي ویلی.