شاته

د ایران په راکټي بریدونو کې ۳۴ امریکایي پوځیانو دماغي زیان لیدلی

امریکايي چارواکي وايي چې په عراق کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د ایران د توغندیو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۴ امریکایي سرتېرو ذهني او دماغي زیان لیدلی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت ویاند جانتن هافمن د جمعې په ورځ (جنوري۲۴) خبریالانو ته وویل: "ټولټال ۳۴ غړي تشخیص شوي چې ذهنآ یې زیان لیدلی دی."

ښاغلي هافمن په دې اړه نور جزیات ورنکړل چې دا ذهني او دماغي زیانونه څومره خطرناک دي او دا یې هم ونه ویل چې دا کسان اوس چېرې دي.

د ایران له برید سملاسي وروسته د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل چې د ایران د توغندیو په بریدونو کې هېڅ امریکایي ته زیان نه دی رسېدلی.

ایران د امریکا په هوايي برید کې د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني د وژلو په غچ کې په عراق کې د امریکایي ځواکونو هوايي اډې په نښه کړې. ناټو او د امریکا نورو متحدینو دا بریدونه وغندل.