شاته

امریکا د چین او روسیې پر ننګونو د تمرکز په موخه د پوځ موقعیتونه بدلوي

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وايي چې د چین او روسیې پر ننګونو (چالشونو) باندې د تازه تمرکز د یوې برخې په توګه به د پوځ موقعیتونه بدلوي.

ښاغلي اسپر وویل نه غواړي چې د دغه لوی "دفاعي کار-تغیر" مشخصه نیټه وښيي، خو ویې ویل چې دا اقدام د حکومت د مالي کال مصارفو سره تړلې مسئله ده چې د اکتوبر په میاشت کې پیلیږي. هغه ټېنګار وکړ چې دا کار به ژر پيل کړي.

ښاغلی اسپر دا مهال په لاتینې امریکا او افریقا کې د امریکايي ځواکونو ماموریت ارزوي. دا په نورو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت د ارزولو یوه برخه ده او پنټګان هیله لري چې دا کار به اسیا ته د نورو ځواکونو استولو ته لاره پرانیزي.

د ځواکونو د موقعیتونو د تغیر په لړ کې به په نورو هېوادونو کې مېشت امریکايي ځواکونه بېرته د امریکا متحدو ایالتونو ته وربلل کیږي.

د چارو شننونکي وايي چې په تېرو دوو لسیزو کې د چین چټک پرمختګ ته په کتو امریکا باید دا کار له وړاندې کړی وای. امریکا په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په افغانستان، عراق او سوریه کې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې بوخته وه.

له ایران سره د تازه شخړو له کبله دا لا معلومه نه ده چې د موقعیتونو دا تغیرات به څومره پراخ وي. د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې په لاتینې امریکا کې به د خپلو ځواکونو شمېر نه کموي.

خو په لاتینې امریکا کې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ اندېښنه ښودلې او خبر يې ورکړی دی چې چین په تېرو لسو کلونو کې یوازې پر وینزویلا باندې د ۶۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت وسلې پلورلي او دغې موضوع ته په کتو باید د ځواکونو د ارزونې په برخه کې په لاتیې امریکا کې د پوځ موجودیت ته هم پام وشي.