شاته

ټرمپ له غني سره په کتنه کې: طالبان دې له تاوتریخوالي لاس واخلي

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي دي چې د طالبانو په تاوتریخوالي کې د "پام وړ" کچې کموالي غوښتنه کوي.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (جنورۍ ٢٢) د اقتصاد د نړیوالې غونډې په څنډه کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په کتنه کې، د تاوتریخوالي د کمیدو په اړتیا او "بامفهومه مذاکراتو" ته د زمینې په برابریدو ټینگار وکړ.

سپینې ماڼۍ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي: "ښاغلي ټرمپ د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي د پام وړ او دوامداره کموالي پر ضرورت ټینگار وکړ چې د افغانستان د راتلونکې لپاره به بامفهومه مذاکراتو ته زمینه برابره کړي."

جمهور رئیس غني هم په خپل ټویټر د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې د ښاغلي ټرمپ سره په کتنه کې یې د دوی د پخوانیو بحثونو په اساس چې په بگرام کې شوي وو، د مختلفو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي غني په خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان حکومت به دغه ډول بحثونو ته د امریکا د ملي امنیت د مشاور رابرت اوبراین، سره دوام ورکړي.

وروسته له هغې چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ته تیاری وښود، د افغانستان جمهوري ریاست وویل چې د تاوتریخوالي کمول کوم څرگند او عملي تعریف نلري او د رغنده مذاکراتو د پیل لپاره یواځنۍ عملي لار اوربند دی.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس پداسې حال کې د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي په کمولو ټینگار کوي چې ددې ډلې استازي د څو اونیو راهیسې په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد سره په مذاکراتو بوخت دي.