BBC
 شاته

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال بودیجه لانجمنه ناسته کې تصویب کړه

د افغانستان ولسي جرګې په یوه لانجمنه غونډه کې د ۱۳۹۹ کال مالي بودیجه تصویب کړه. ځینو وکیلانو دا بودیجه نا انډوله او غیر عادلانه بلله. د ۱۳۹۹ کال بودیجه تر ۴۲۸ میلیارد افغانیو ډېره (تر پنځه نیم میلیاردو ډالرو) ده. یوه میاشت وړاندې هم د مالي بودیجې پر سر بحثونه او لانجې وې.