شاته

افغان حکومت او اسلامي حزب د سولې هوکړې ته نږدې شوي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي سره د افغان حکومت د سولې په خبرو کې ډیر پرمختګ شوی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تمه ده په دې برخه کې به نورپرمختګونه هم د نن ورځې ترپایه رامنځ ته شي.

ښاغلي مرتضوي وویل " مونږ ښو موافقو ته سره رسیدلي یو او تمه ده چې د نن ورځې ترپایه په دې برخه کې نور پرمختګونه هم وشي ".

تراوسه اسلامي حزب په رسمي ډول په دې هکله څه نه دي ویلي، خو دګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار تیر ورځ د خپل فیس بوک په پاڼه لیکي چې نن به د افغان حکومت د اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي.

ښاغلي حبیب الرحمان حکمتیار ویلي دي " ټول ولس ته ، مومنیو مسلمانانو ته خصوصا د حزب اسلامی غړو ته د زړه له کومې د سولې مبارکي وایم. په دی هیله چې په هیواد کی مو جګړې د تل لپاره ختمې ،امنیت ټینګ او د بهرنیو لاسوهنې بندې شي.
ما تیر ځل ویلی ول چی که الله تعالی وغواړی راتلونکی اختر به مو دوه اختره شي، خو هغه راتلونکی اختر همدا راتلونکی اختر وو
پس له ډیرو بحثونو بلاخره د سولې د مسودې پر ټولو مادو موافقه وشوه او دواړو لورو پریې اتفاق وکړ.او همداسې د دواړو له لورې توافق شوی چې ان شاالله سبا ته به رسمی اعلان شي".

د افغانستان د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو رئیس محمد اسمعیل قاسمیار امریکا غږ ته وویل، چې دده د معلوماتو له مخې د اسلامي حزب مشر د افغان حکومت او د دغه خزب ترمنځ د سولې د هوکړې په ترتیب شوې وروستۍ مسودې باندې اعتراض نه دی کړی.

خو ښاغلي قاسمیار وویل، دا چې دا هوکړه به کله لاسلیک شي دې پرې خبر نه دي.