شاته

قضایه کمیټه له رایې مخکې د ټرمپ په استیضاح بحث کوي

د امریکا د متحده ایالتونو د کانګرس د استازو مجلس قضایه کمیټه نن پنجشنبه د ( ډسمبر ۱۲ مه ) د جمهور رئیس ټرمپ په وړاندې په هغو لګیدلو تورونو بحث کوي چې څو ورځې وړاندې د مجلس د څو کمیټو د مشرانو له خوا اعلان شول.

جمهور رئیس ټرمپ له خپلو صلاحیتونو څخه په ناوړه ګټه اخیستنه او د کانګرس د تحقیقاتو په مخنیوي تورن شوی دی.

قضایه کمیټې د چهار شنبې په ماښام هم د استیضاح لپاره پر تورونو بحث وکړ او تمه لري چې نن پنجشنبه یې په اړه رای ګیري وکړي.

د استازو د مجلس دیموکراته غړې وال دیمنګس وايي:" زه پوهیږم چې هیڅوک تر قانون اوچت ندي، خو قانون بې معنی دی که تورن کس ستاسې د کور دروازه ماته کړي او یا جمهور رئیس شواهد له منځه یوسي او شاهدان له شهادت منع او په روښانه له تحقیقاتو سره همکاري رد کړي."

ټرمپ وايي غلط کار یې ندی کړی او د دیموکراتانو له خوا د ټولې پیل شوې هڅې یوه دسیسه ده.

د استازو د مجلس جمهوري غوښتونکی غړی مټ گېټز وویل:"دا د تورنولو وړ ندي. د جمهور رئیس په وړاندې له کلونو بې ګټې او نه پای ته رسیدونکو تحقیقات ، دا دسیسه د خواشینۍ وړ ده او نور نشي زغمل کیدای."

اصلي تور دادی چې ویل کیږي جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ۳۹۱ میلیونو ډالرو نظامي مرستې په ځنډولو سره پر اوکراین فشار راوړی وو څو د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د هغه د احتمالي سیال جوبایډن په اړه تحقیقات وکړي.