شاته
هند پارلمان د تابعیت اړوند ناندریز قانون تایید کړ
هند پارلمان د تابعیت اړوند هغه ناندریزه قانوني مسوده تایید کړې چې له دریو ګاونډیو هېوادونو هند ته ورغلیو غیر قانوني کډوالو ته د تابعیت حق ورکوي. د دغه قانون پر ضد د هند په یو شمېر شمال ختیځو ایالتونو کې سخت احتجاجونه شوي دي.